د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کړم کلی هېڅ بنیادي اسانتیاوې نه لري


له مشال راډیو سره په خبرو کې کړم سیمې یو مشر حاجي محمد خان وايي چې د شناختي کارډ جوړولو لپاره منډې ترړې د ده تر ټولو لویه مسله ده.

په شمالي وزیرستان کې د شوال کړم کلي اوسېدونکي وايي، د ژوند له اساسي اسانتیاوو محرومه دي، سکول، روغتون او پوخ سړک نه لري.


له مشال راډیو سره په خبرو کې کړم سیمې یو مشر حاجي محمد خان وايي چې د شناختي کارډ جوړولو لپاره منډې ترړې د ده تر ټولو لویه مسله ده.

حاجي خان وايي، که شناختي کارډ ولري نو پاکستانی دی، که نه افغان بلل کېږي او هېڅ کار یې بیا نه کېږي.

دی زیاتوي، د یوه شناختي کارډ جوړولو لپاره یې د سر خوله ان تر پښو رسي.

یو بل کس تاج محمد وايي، په سیمه کې یې نه روغتون شته دی او نه هم سکول.

د ده په خبره، همدا لامل دی چې د روغتون او ښوونځي ضروریاتو پوره کولو له پاره میرامشا، میر علي او بنو ته ځي.

د کړم سیمې یوه بل اوسېدونکي، بوستان خان، له پاره د سړک نه شتون تر ټولو لویه مسله ده.

د شمالي وزیرستان له خوا د قامي اسمبلۍ غړي محمد نذیر ته مو د شوال د خلکو ستونزې ور په ډاګه کړې.

محمد نذیر وویل دی د دې سیمې د خلکو له مسلو خبر دی.

نذیر له مشال راډیو سره ژمنه وکړه چې د دوو ورځو دننه د شوال د کړم سیمې خلکو غږ اړونده ادارې ته رسوي.

په قبایلي سیمو کې دا یوازې د کړم کلی نه دی چې د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دی، بلکې په عمومي ډول ټولې قبایلي سیمې د کړم د خلکو د غوښتنو په څېر هغه لري او هیله من دي چې اوسنی حکومت به یې مسلې حل کړي.
XS
SM
MD
LG