د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا دې ډرون بریدونو کې د ملکیانو وژنې شمېر ورکړي"


ملګرو ملتونو له امریکا غوښتي چې د هغو ولسي وګړو شمېر دې په ډاګه کاندي چې په بېلا بېلو هیوادونو کې په ډرون بریدونو کې وژل شوي دي.


دا ډرون بریدونه په پاکستان، افغانستان، یمن او سومالیا کې د مشکوکه وسله والو پر ضد کېږي.

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي رپورټ جوړوونکي بېن اېمرسن ابتدايي رپورټ وايي، د مالوماتو تر مخه دا ښکاري چې په پاکستان، افغانستان او یمن کې په دې ډول بریدونو کې کېدای شي شا و خوا ۴۵۰ ولسي وګړي وژل شوي وي.

اېمرسن ویلي، د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به خپل رپورټ نه خپروي.

د ده په خبره، دا ځکه چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کره شمېر مالومولو لپاره لا هم ډېر وخت په کار دی.

دی وايي، امریکا او نور هیوادونه چې د جګړې له ډګره بهر ډرون بریدونه کوي، باید د رپورټ شویو ولسي وګړو د وژنو پلټنې وکړي او د دې بریدونو له پاره قانوني جواز وړاندې کړي.

پاکستان په بیا بیا د ډرون بریدونو مخالفت کړی دی او دا د خپلې خپلواکۍ ضد ګڼي خو امریکا وايي چې دا حملې موثرې دي.
XS
SM
MD
LG