د لاسرسي ځای

تازه خبر

'زما د کور دروازه راته پنجابي طالب خلاصه کړه' - مرکه


پراګ - دي اکانومسټ مجله په خپل یوه رپورټ کې لیکي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې ډېر خلک د ترهګرو له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځي عملیاتو پر ځايي ډرون بریدونه غوره ګڼي.


مجلې په پاکستان کې له يو شمېر کسانو سره خبرې کړې دي او بيا يې دا رپورټ خپور کړی دی.

پر دې سربېره چې د پاکستان حکومت او وسله وال طالبان په ظاهره له يو بل سره په جګړه اخته دي خو دواړه د ډرون بريدونو مخالفت کوي.

پاکستان دا حملې د خپلې خودمختارۍ یا خپلواکۍ خلاف بولي. خو امريکا بيا وايي، د مشکوکو ترهګرو پر ضد دا يوه موثره وسله ده.

بل خوا د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بېن اېمرسن امريکا ته ويلي چې په ډرون بريدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر په ډاګه کړي.

تاسو له مودو راهيسې اورئ چې کله رپورټ راشي چې وايې د قبایلي سيمو خلک د ډرون بريدونو ملاتړي دي خو بيا بله ورځ يو بل رپورټ خپور شي چې وايې، نه د دې سيمي خلک د بې پایلټه الوتکو د بريدونو پر ضد دي.

هم دغوخبرو ته په پام سره مې د امريکا په انډيانا پوهنتون کې د قانون او جمهوريت پر موضوع پی ايچ ډي کوونکي زبير مسود (مسید، محسود) سره مرکه کړې ده.

نوموړی خپله د جنوبي وزيرستان دی او په ترهګرۍ او ډرون بريدونو يې يو شمېر ليکنې کړې دي.

دی وايي، څو کاله مخکې ده په وزیرستان کې د خپل پلار جنازې کې له طالبانو اجازه اخیستې وه. د ده په خبره، د ده د کور دروازه ورته یوه پنجابي طالب خلاصه کړې وه او په کور کې یې یو عرب ناست وو. نو په داسې حال کې چې په وزیرستان کې ډېر وسله وال او بهرنیان موجود دي، د ده په اند، پدا هم د پاکستان د خپلواکۍ خلاف کار دی ځکه چې دا ټول عرب، چېچن او ازبک وغیره په ویزې قبایلي سیمو ته نه دي ورغلي.

د زبیر مسود مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG