د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګڼ قبایلي پښتانه د ډرون بریدونو ملاتړي دي


قبایلي ولس د پاکستاني پوځ د عملیاتو په مقابله کې ډرون بریدونه غوره ګڼي. دوی وايي، چې په ډرون بریدونو کې عادي وګړو ته زیان نه رسي.

دې اکانومسټ مجله په خپل یو راپور کې لیکي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې ډیر خلک د ترهه ګرو د مینځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځي عملیاتو پر ځای ډرون بریدونه غوره ګڼي.


دې اکانومسټ لیکي، په امریکا کې قامي سروې ښيي، چې ډېر پاکستانیان د ډرون بریدونو مخالف دي، ډیر دا د پاکستان د ملي حاکمیت پر ضد ګڼي او وايي چې ولسي غړي په کې وژل کیږي. نو ځکه چې په اسلام اباد کې د یو سکول منتظمه صوفیه خان د ډرون پر ضد سلګونو کمپاین کوونکو سره د پاکستان قبایلي سیمو په پوله یو ښارګوټي ته ورسیده، نو هلته د ځینو قبایلیانو څرګندونو حیرانه کړله.

د جنوبي وزیرستان یو اوسیدونکي ورته وویل، هغه او کورنۍ یې د ډرون بریدونو په حق کې دي. د بهر ملکي خبریالانو لپاره قبایلي سیمو ته رسیدل ګران دي، خو په سیمه کې کارکونکي یو شمیر څیړنکار او کارپوهان د نوم نه ښودلو په شرط اکانومیسټ مجلې ته ویلي په قبایلي سیمو کې یو څرګند اقلیت د ډرون بریدونو په اړه هم دغه فکر کوي.

دې اکانومسټ مجلې، له قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي شلو کسانو سره مرکې کړي دي. په دوی کې ډیرو ورته ویلي، قبایلي ولس د پاکستان د پوځ د عملیاتو په مقابله کې ډرون بریدونه غوره ګڼي. دوی وايي، چې په ډرون بریدونو کې عادي وګړو ته زیان نه رسي. د شمالي وزیرستان یو مشر وايي، هېڅوک دا همت نه لري چې ریښتینی تصویر وړاندې کړي ډرون هغه وسله وال وژني چې د بې ګناه خلکو په وژنه ککړ دي.

دې اکانومسټ مجله په خپل راپور کې لیکي، که څه هم د دې خبرې پوره ثبوتونه شته چې پاکستان پټ په پټه د ډرون بریدونو اجازت ورکړی دی خو په ښکاره د ډرون پر ضد جذبات نور هم راتودوي ـ

په ۲۰۱۰ م کال کې د ولسي ټولنو استاذو او سیاستدانانو د ډرون بریدونو په حق کې د ؛پېښور اعلامیې؛ په نوم یوه اعلامیه خپره کړې وه، یوه ولسي غړي مجلې ته ویلي، د اعلامیې له خپریدو وروستو په اعلامیه د لاسلیکونکو لپاره ژوند ګران شو.

صوفیه خان وايي، هغه اوس هم غواړي چې ډرون بریدونو ته د پای ټکی کېښودل شي خو دا کار باید د پاکستان حکومت بې له بهرنۍ مرستې پخپله وکړي.
XS
SM
MD
LG