د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سره امنیتي تړون به پر افغان ملي ګټو ولاړ وي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

حامدکرزي څرګنده کړه چې له امریکا سره امنیتي تړون کې د افغانستان د لومړیتوبونو او ملي ګټو عمده ټکي د افغانستان د ملي حاکمیت بشپړ درناوی دی

د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي تړون کې باید د هېواد ملي ګټې، امنیت او د سولې ضمانت ورکړل شوی وي.


دغه موضوع د افغانستان ولسمشرحامدکرزي پخپله راډیویي وینا کې چې له ملي راډیو څخه خپره شوه، څرګنده کړه.

کرزي وویل، چې له یو کاله را هیسې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړو پلاوو ترمنځ د امنیتي تړون پر موادو پر له پسې بحثونه وشول او لا هم جریان لري.

حامدکرزي څرګنده کړه چې په دې تړون کې د افغانستان د لومړیتوبونو او ملي ګټو عمده ټکي د افغانستان د ملي حاکمیت بشپړ درناوی، زموږ د خلکو د کورونو خوندیتوب او د هرافغان د کور انګړ ته درناوی، د ولسي وګړو زیانونو او د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو په کلکه مخنیوی او همدا رنګه د تېري یا تجاوز تعریف دی.

هغه زیاته کړه: کله چې امریکایي ځواکونه دلته پاته کیږي په کومو حالاتوکې به له افغانستان سره مرسته کوي، کوم حالت اوکوم تېری به، تېری بولي. آیا دوی به افغانستان ته د بهرنیانو د ټانګونو او الوتکو راتګ تېری بولي او که به ترهګري، ځانمرګي او په افغانستان کې به په پټه ورانی هم تېری بولي. په دې باب مو له امریکا څخه جوت او واضیح بیان اخیستی دی او د افغانستان ګټه مو په دې کې تر سنجولي بحث او ډاډ لاندې نیولې ده.

ولسمشر کرزي وویل، چې له امریکایانو سره په وروستیو مذاکراتوکې پر یوې بلې ډیرې مهمې موضوع هم ډیر بحثونه وشول او هغه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو قضایي خوندیتوب دی.

ده وویل چې دوی امریکایي لوري ته څرګنده کړه چې پر دې موضوع د فیصلې صلاحیت د افغانستان د حکومت کار نه دی. دا د افغانستان د خلکو صلاحیت دی چې مشورتي دودیزه لویه جرګه یې تمثیلوي او بیا د افغانستان د ملي شورا قانوني صلاحیت دی چې ټول قرارداد وګوري او فیصله پرې وکړي.

حامدکرزي څرګنده کړه چې دلته باید د دې خبرې یادونه وکړم چې یوازې او یوازې زموږ په هېوادکې د سولې او امنیت پر ځای کېدل له امریکا سره د امنیتي قرارداد ضمانت ورکولای شي. که د افغانستان خلک پر امنه نه وي، په هېوادکې یې سوله نه وي نو امنیتي قرارداد به موږ ته هېڅ وګټه و نه لري.

ولسمشر کرزي وویل د امنیتي قرارداد د بحث لپاره د افغانستان د خلکو پراخه لویه جرګه راغواړو، دا لویه جرګه به د ټولو افغانانو او د ټول هېواد د هرې سیمې او هر فکر نماینده ګي وکړي، چې وکولای شو په آزاد بحث کې او د افغانانو ترمنځ بحث کې له امریکا سره پر امنیتي قرارداد څیړنه وکړو، ښه او بد یې وګورو، د افغانستان ګټې پکې په تمامه معنی وسنجوو او بیا پرې فیصله وکړو.

کرزي وویل: د څښتن تعالی په استعانت به مشورتي لویه جرګه په راتلونکې میاشت کې جوړه شي او د هېواد ملي ګټو ته په پاملرنه به داسې فیصلې وکړي چې په بشپړه توګه به د افغانستان خیر پکې نغښتی وي.
XS
SM
MD
LG