د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا زندانیان په انتخاباتو کې ګډون کولای شي؟


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې؛ تر راتلونکو دوه اوونیو به د افغانستان په زندانونو کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې؛ تر راتلونکو دوه اوونیو به د افغانستان په زندانونو کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل شي.


آیا هغه کسان چې په زندانونو کې شپې او ورځې تیروي، کولی شي په انتخاباتو کې د نورو وګړو په څیر ګډون وکړي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي او کنه؟

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي؛ ټول هغه کسان چې له خپلو مدني حقونو نه وي محروم شوي کولی شي؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړی.

د دې کمیسون ویاند نور محمد نور مشال راډیو ته وویل چې؛ دوی په پام کې لري نږدې راتلونکې کې زندانونو ته سیار ټیمونه ولیږي او زندانیانو ته د راې ورکونې کارتونه ورکړي.

نور وایي، په دې هکله یې د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو سره خبرې کړي؛ څو د زندانیانو لست دوی ته ولیږي چې؛ د هغه له مخې دوی خپل ټیمونه عیار کړي.

"د ټاکنو خپلواک کمیسون په پلان کې لري؛ هغه زندانیانو ته چې له خپلو مدني حقونو بې برخې نه وي د راې ورکونې کارتونه ورکړي؛ موږ هغوی ته زمینه مساعدوو چې؛ په انتخاباتو کې خپله رایه وکاروي.

میکانیزم داسې دی چې، یوه ورځ زموږ ګرځنده ټیمونه محابسو ته ځي که هغه په مرکز او ولایتونو کې دي د زندانیانو او د زندانونو د کارکوونکو لپاره زمینه مساعدوي چې د رای ورکونې کارتونه ترلاسه کړي."


نور محمد نور وایي، په پام کې ده دغه سیار ټیمونه د ۳۴ ولایتونو زندانونو ته ولاړ شي.

دی وایي چې، د انتخاباتو په ورځ یې هم د زندانیانو لپاره یو ځانګړې پروګرام په پام کې نیولې؛ څو زندانیان وکولی شي د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

له نور نه مو وپوښتل چې آیا افغان زندانیانو د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو د تیر ځل په انتخاباتو کې هم ګډون کړی و او کنه؟

په دې هکله نور وویل چې، یو شمیر زندانیانو په انتخاباتو کې ګډون کړی و؛ خو هغه ونه ویل چې څومره زندانیانې رایې ورکړې.

د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال د دې هیواد په ټولو ولایتونو کې شاوخوا اته دیرش زره کسان زنداني دي.

د پل چرخي زندان یو شمیر بندیان وایي چې؛ دوی غواړي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

خو هغوی له حکومت نه ګیله مند دي چې د دوی قضیې په سمه توګه نه څیړي.

دوو تنو یې مشال راډیو ته وویل چې؛ دوی غواړي د جمهوري ریاست په راتلونکوې انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

"موږ داسې کاندید ته رایه ورکوو چې؛ زموږ د اعتماد وړ وي.

انشاالله موږ همدلته هم کولی شو رایه ورکړو او هغه خپلوان او ملګري مو چې؛ له زندانه بهر دي کولی شو هغوی ته هم ووایو چې؛ دغه کس ته رایه ورکړئ."

دغه زندانیان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو له کاندیدانو غواړي؛ څو د زندانیانو دوسیو ته د لاس رسي په هدف ځانګړې پروګرامونه په پام کې ولري.

د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو پروګرامونه هغه وخت څرګندیږي چې کله چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له خوا د کاندیدانو لست نهایي شي.

ټاکل شوې ده د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل میاشتې په شپاړسمه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG