د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي


د عراق په شمال کې په يو کلي کې يو ځانمرګي بريدګر په بارودو په بار ګاډی الوزولی چې په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي چې زياتره يې ماشومان دي.

د عراق په شمال کې په يو کلي کې يو ځانمرګي بريدګر په بارودو په بار ګاډی الوزولی چې په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي چې زياتره يې ماشومان دي.


پېښه نن (پنجشنبه) سهار د ترکیې له سرحد سره نږدې د موصل په شيعه اکثريت مېشتې کلي المووفاقيه کې رامنځ ته شوه.

امنيتي چاراکي وايي په پېښه کې څه باندي پنځوس کسان ژوبل شوي هم دي. د دې پيښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې.

دا پېښه تر هغه وروسته رامنځ ته شوې چې سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړی چې د عراق وزيراعظم نوري المالکې به د نومبر په لومړۍ نېټه په واشنګټن کې له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

په بیان کې ویل شوي چې په دې کتنه کې به د امریکا او عراق ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو پرمسلې خبرې وشي.

دغه کتنه په داسې وخت کې اعلانیږي چې نوري المالکي په هیواد کې د فرقه یيزه شخړو له زیاتوالي سره مخامخ دی. په دغو شخړو کې چې د اقلیت سنیانو او د مالکي د اکثریت شیعه ګانو ترمنځ روانې دي، په وروستیو میاشتوکې زرګونو کسان پکې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG