د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر مرکزي روغتون کې ښځینه ډاکټره نشته


"زه د صحت محکمې له چارواکو غوښتنه کوم چې دلته دې یوه تکړه ښځینه ډاکټره راولېږی چې د دغې سیمې د میرمنو علاج پر وخت ترسره کوي،او دغه مشکل یې حل شي"

د خېبر اجنسۍ خلک وايي چې د دوی په مرکزی روغتون کې له ډېرې مودې راهیسې ښځینه ډاکټره نشته او په زېږنتون کې یوازې نرسې کار کوي.


دوی وايي چې د ښځې ډاکټرې نشتوالي د سیمې ګڼې امیدوارې میرمنې له روغتايي ستونځو سره مخامخ کړي دي.

د دغه ستونزو په باب یوه ځایي مشر عبدالرازق مشال ریډیو ته وویل:

"ډیره د افسوس خبره ده چې د زرګونه آبادۍ لپاره ښځینه ډاکټره نشته، امېدوارې ښځې د زېږون لپاره اکثره پېښور ته استول کېږي او بیا په لارو کې له ډير مشکل سره مخامخېیږي او مور او ماشوم دواړو ته خطر پیدا شي"

د خېبر سیمې حاجي امان وايي:

"زه د صحت محکمې له چارواکو غوښتنه کوم چې دلته دې یوه تکړه ښځینه ډاکټره راولېږی چې د دغې سیمې د میرمنو علاج پر وخت ترسره کوي،او دغه مشکل یې حل شي"

د مشال راډيو خبریال فرهاد شینواري چې کله دغه ستونزه د فاټا سیکرټریټ د صحت محکمې ډپټی ډایریکټر ایډمن نذیر وزیر ته وړاندې کړه نو هغوی وویل:

"دلته ډيره موده کومې ډاکټرې تګ نه خوښول خو اوس مو ورته ښځینه ډاکټره ورکړې ده او د دې امرنامه مو هم وېستلې ده، په یوه اونۍ کې به خپل دنده سمبال کړي، او د دې روغتون مشر ډاکټر ته مې ویلي دي چې په روغتون کې ورته یو کور هم خالي کړي نو ډیر زر به خپل کار شورو کړي او د ځایي میرمنو دغه ستونځه به هواره شي"
XS
SM
MD
LG