د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان جنګ کې ښکېلې غاړې دې له جګړې لاس واخلي


د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد له مشال راډيو سره په مرکه کې پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د سولې عالي شورا د لوی اختر په مناسبت یو وار بیا د افغانستان جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې له جګړولاس واخلي.


د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد نن له مشال راډيو سره په مرکه کې پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

اخوا د وسله والو طالبانو مشر ګواښ کړی، چې که چیري کابل له امریکا سره امنیتي سند لاس لیک کړي، د دوی وسله والې ډلې به خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.

ملا عمر د لوی اختر په مناسبت رسنیو ته په خپل لیږلي پیام کې ویلي، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په اړه امنیتي موافقه به د جنګ دوام توجیه کړي او جدي نتایج به ولري.

افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د روانې اونۍ په سر کې پر امنیتي او دفاعي سند قسما موافقه و کړه، خو د امریکایې ځواکونو د قضایې مصونیت مساله د دواړو خواوو ترمنځ لا هم ناحل پاته شوه.

جمهور رییس حامد کرزي وویل، چې په دې اړه به د خلکو لویه جرګه پریکړه و کړي.
XS
SM
MD
LG