د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې امن ساتل د ولس نه بلکې د پوځ کار دی


د پاکستان پوځي سرتېري د ګشت پر مهال.
د پاکستان پوځي سرتېري د ګشت پر مهال.

سعد محمد خان وايي، امن کمیتۍ جوړول او ښکاره جوړول، ډیر خطرناک کار دی. او دغه ده نتیجه يې تاسو وینی. امن راوړل د امن کمیټو نه بلکې د ریاست کار دی.

د خیبر پښتونخوا په مالاکنډ سیمه کې له ۲۰۰۹م کاله راهیسې د وسله والو طالبانو پر ضد د امنیتي ځواکونو لوی واړه عملیات دوام لري ـــ چارواکي وخت په وخت ادعاوي کوي، چې د سوات په ګډون ټوله سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده ـــ او په دې نزدې وختونو کې خو صوبايي حکومت هم له سیمې د پوځ د وېستو خبره کړې وه.


خو په سیمه کې موجود سیاسي او ولسي مشران وايي ـــ د عام ولس لپاره امن دی خو د امن جرګو غړي او د سیمې مخور مشران اوس هم د وسله والو طالبانو له خوا په نښه کیږي. دا بریدونه ښيي چې اوس هم ـــ په سیمه کې د وسله والو نیټ ورک پر ځای دي ـــ د سوات قامي جرګې یو مشر ـــ زاهد خان وايي ـــــ د ۲۰۱۳ م کال له پیله تر اوسه وسله والو ــــ د امن کمیټو شپږ غړي وژلي دي. نوموړې زیاتوي:

؛ د سیمې مشران شو یا د جرګې غړي شو ـــ د هغوی ژوند ته خطره ده. که له دې سره تاسو په سوات کې د پوځ د یو مشر د وژنې پیښې ته پام وکړی نو تاسو فکر کولای شی چې د پوځ یو جرنیل محفوظ نه دی نو د یو عام سړي د امنیت به څه حال وي؟ ؛

په سوات کې د ۲۰۰۹م کال د پوځي عملیاتو پر وخت له سیمې تر دوو میلیونو ډیر خلک بې کوره شوي ول ـــ او د سیمې ـــ اقتصادي او ټولنیزو جوړښتنونو ته يي هم لوی زیان رسولی دی ـــ خو بیا هم ـــ په سیمه کې د امنیت ستونځه هواره نه شوه ـــ د دې لویه وجه څه کیدائ شي؟ د سوات یو مخور سیاسي مشر افضل خان لالا وايي ـــ

؛ دا خلک د هم د دې ځای خلک دی ـــ اوس لکه د مثال په توګه فضل الله خو سواتی دی ـــ له هغه سره نور خلک هم سواتیان دي او هغه اوس په نورستان او کونړ کې اوسېږي او وخت په وخت سوات ته راځي. بله لویه خبره دا ده چې ـــ دې خلکو ته د خپلو جرمونو مناسبه سزا هم نه ده میلاو شوې. ؛

د امن جرګو د غړو د وژنې ـــ او په سیمه کې د خراب امنیت په اړه مو ـــ په سوات کې د پاکستاني پوځ له ویاند سره په بیا بیا تماس نیولو بریالي نه شو ـــ خو د پوځ یو پخوانی چارواکی او د دفاعي چارو کارپوه ــــ سعد محمد خان وايي ــــ د خلکو د ځان او مال حفاظت د امن جرګو نه ، بلکې د ریاست ذمه واري ده.

ـــــ سعد محمد خان زیاتوي:

؛ ګوره دا امن کمیتۍ جوړول او داسې څرګندې جوړول دا ډیر خطرناک کار دی. او دغه ده نتیجه يې ستاسو مخامخ ده. امن راوستل د امن کمیټو نه د ریاست کار دی. ؛

د سوات په ګډون په قبایلي سیمو کې هم د امنیت ټینګولو لپاره ـــ ځايي خلکو امن کمیتۍ جوړې کړې دي ـــ د امن کمیټو مشران وايي ــــ د حکومت له خوا د مرستو د نیشتوالي له کبله ــــ د جرګو غړي او مشران د وسله والو طالبانو ـــ د بریدونو ښکار شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

سوات کې د امن جرګې وسله وال غړي
سوات کې د امن جرګې وسله وال غړي
XS
SM
MD
LG