د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي له مولانا فضل الرحمن سره وکتل


کابل ارګ: افغان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د پاکستان جمعیت العماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره ویني. ۱۱اکتوبر ۲۰۱۳
کابل ارګ: افغان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د پاکستان جمعیت العماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره ویني. ۱۱اکتوبر ۲۰۱۳

افغان ولسمشر حامد کرزي او مولانا فضل الرحمن همدا راز په دې کتنه کې د ترهګرۍ پر خلاف د دواړو هېوادونو د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په رسمي بلنه د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ، نن کابل ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه هېواد له ولسمشر سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ پر اړیکو، د دوستانه همکاریو پر پراختیا او د ترهګرۍ او افراطیت له هغو ګډو ګواښونو د خلاصون پر لارو چارو خبرې وکړې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي.

همدا راز په دې کتنه کې دواړو لورو د ترهګرۍ پر خلاف د دواړو هېوادونو د همکاریو پر اهمیت باندې ټینګار وکړ.
XS
SM
MD
LG