د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوبل جایزه شامي څارونکو یوړه، زړونه ملالې وګټل


نوبل امن کمیټې په خپله اعلامیه کې وویل، دغې ادارې د کیمیايي وسلو د نوغي ویستلو لپاره پراخې هلې ځلې کړي دي. چې وروستۍ بېلګه یې د شام هغه ده

په ناروې کې د نوبل کمیټې د کال ۲۰۱۳ م لپاره د امن د نوبل ایواډ د کیمیايي وسلو د مخ نیوي لپاره کارکونکېیوې ادارې OPCW ته ورکړې دی.


کمیټې په خپله اعلامیه کې ویلي دغې ادارې د کیمیايي وسلو د نوغي ویستلو لپاره پراخې هلې ځلې کړي دي.

د نوبل د امن ایوارډ لپاره د جینکو د تعلیم مبارزه ــــ د سوات ملاله یوسفزۍ هم نومول شوې وه ــــــ ملاله چې په نړۍ کې د امن د یوه سیمبول په توګه پیژندل کیږي ــــ وخت په وخت میډیا سره په خبرو کې ویلي ـــــ هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او نوبل ایوارډ د هغه چا حق دی ــــ چې د انسانانو د خېر ښېګړې لپاره یې په کلونو کار کړي وي. بیا هم ډیرو خلکو فکر کاوه ـــ چې دا ایوارډ باید هغې ته ورکړل شوی وای.

د ښځو حقونو یو مبارز ــــ ثمر من الله وايي ـــ ملالې که ایوارډ نه دی ګټلی ـــ بیا یې نړۍ د امن یو سیمبول ګڼي.

ٍثمر من الله ؛ ډیره به ښه وه که ملاله دا جایزه ګټلې وای ـــ زما ذاتې خیال دی ، ملالې که مخکې هلې ځلې کړي دي او که اوس يې کوي د جینکو تعلیمي حق لپاره يې کوي، د ایوارډ لپاره نه ـ ملاله به تل په نړۍ کې د امن یو څلی بلل کېږي؛

د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه ــــ ډاکټر خادم حسین ــــ وايي ــــ ملاله لا ازدکړې کوي ـــ بیا هم هغې د امن مفکوره مخ په وړاندې وړي ــــ او د ددغه مفکورې د ډاډ ګیرنې لپاره د ایوارډ حقداره وه ـــ نوموړی زیاتوي

ډاکټر خادم حسین ؛بهر حال د مایوسۍ خبره خو ده . یوه خو د کار خبره شوه خو د امن د مفکورې جوړولو په حواله د ملالې کردار دومره واضحه او تاریخي دي چې د ټولې نړۍ دا خیال وو چې دا ایوارډ به هغې ته ورکړل شي.؛

په سوات کې ـــ د ټولنیزو چارو کارپوه ـــ شوکت شرار وايي ــــ د نوبل ایوارډ ورکولو لپاره د نوبل کمیټۍ خپله یو کړنلاره لري:

؛ د نوبل ایوارډ لپاره خپله کمیتۍ ده او خپل طریقه کار دی نو دوی چې څه پریکړه کړې ده مناسبه ده. بل د امن په حواله چې د ملالې کوم عمر دی نو هغې ته ډیر کار پروت دی او کله چې هغې دغه کار وکړای شو او د نوبل کمیټې په قواعدو پوره وخېژي نو بیا به يې ورته ورکړي؛

ملاله یوسفزۍ پروسږ کال د وسله والو طالبانو له خوا ـــ په یو برید کې ټپي شوې وه ــــ چې له علاجه وروستو ــ دا وخت په لندن کې زده کړې کوي ــــ ملاله د نورو ګڼ شمیر ــــ ایوارډونو په ګډون ـــ د اکتوبر پر لسمه نېټه ـــ د بشري حقونو لپاره د اروپايي ټولنې د تر ټولو لویه جایزه -- سخاروف ایوارډ هم وګټلی.
XS
SM
MD
LG