د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوبل جایزه: ملاله او کانګولیز ډاکټر قوي نوماندان


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

پروفیسر توربیورن لنډسټرام نووټسن وايي، زما په خیال ملاله یوه قوي امیدواره ده، پر دې نه چې هغې څه کړي دي بلکې پر دې چې هغه د څه شي استازیتوب کوي

د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ یو له هغه مخورو کسانو نه ده چې د سږ کال نوبل امن ایوارډ لپاره کاندیدان دي. دغه ایوارډ د اکتوبر پر یولسمه نېټه یاني د جمعې پر ورځ اعلانېږي. د دې ایوارډ لپاره د ملالې تر څنګ د کانګو د یو ډاکټر ډنیس مکویجي هم ذکر کیږي. هغه په کانګو کې د هغه ښځو د مرستې لپاره یو هسپتال او اداره جوړه کړې له چا سره چې د ځايي او بهرنیو وسله والو او د پوځي سرتېرو لخوا جنسي تېری شوی وي.


د کانګو ډاکټر ډېنیس مکویجې
د کانګو ډاکټر ډېنیس مکویجې
په ناروې کې د ساینس او ټیکنالوجي په یونیورسټي کې د سوشیالوجي او پولیټیکل ساینس پروفیسر توربیورن لنډسټرام نووټسن torbjorn lindstrom knutsen چې د نوبل امن جایزې یو ماهر دی، له مشال راډیو سره په خبرو کې د امیدوارنو د انتخاب پر معیار په خپلو څرګندونو کې وویل:

”دا انتخاب یو پټ بهیر وي چې پکې ولس ته معلومات نه برسېره کیږي. د دې انتخاب معیار ایلفریډ نوبېل په خپله وصیتنامه کې بیان کړی دي. هغه لیکلي دي چې دغه جایزه باید هغه کس ته ورکړل شي چې په تېر یو کال کې ېې د بشري پیوستون لپاره کار کړی وي. په وصیت کې دغه هم په ګوته شوي دي چې دغه کس باید د امن تحریک پرمخ وړی وي. که څه هم زما په فکر په تېرو څو کلونو کې دې ته زیاته توجه نه ده ورکړل شوې “

ملاله یوسفزي په سوات کې د طالبانو د کنټرول په وخت د جینکو د تعلیم لپاره اواز اوچت کړی وو. هغه پروسږ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه وسله والو طالبانو په ډزو وویشتله خو پکې بچ پاتې شوه او په بریتانیه کې یې علاج وشو. ملاله د جینکو د تعلیم کمپېن ته دوام ورکړې دې.

دا چې د نوبېل امن جایزه لپاره د کاندېدلو یو مهم شرط د امن په برخه کې مبارزه ده، نو دې معیار ته په کتو ملاله یوسفزۍ په کوم ځای کې راځي؟ لینډسټرام نوټسن یې په اړه وايي:

”د نوبل کمیټۍ او په خاصه توګه د اوسني چیرمین یاګ لانګ په موده کې د دغه جایزې د معیار په پراخه توګه تشریح شوې ده. نو ملاله یوه امیدواره پر دې کیدای شي چې هغه د یوې خاصې رویې علامت جوړه شوې ده، او یا له همدې لارې کېدای شي، طالبان چې ملاله یې ویشتلې ده، په جګړه کې د یوه لانجمن قوت په نامه وپېژندل شي. زما په خیال ملاله یوه ډېره قوي امیدواره ده، پر دې نه چې هغې څه کړي دي بلکې پر دې چې هغه د څه شي استازیتوب کوي.که د مسودې متن ته وکتل شي نو د ملالې د امیدوارۍ امکان نه جوړیږي ځکه چې په کار ده امېدوار یو فعاله مبارز پاته شوی وی. خو لکه څنګه چې ما مخکې وویل د نوبل امن کمیټۍ د معیار په لویه پيمانه تشریح کړی نو زما په فکر ملاله د جایزې لپاره د قوي امیداوارنو په لیکه کې راځي“

د طالبانو له بریده ژوندۍ راوتلې ملاله یوسفزۍ اوس په نړیواله توګه ډاډګیرنې او جایزې تر لاسه کوي. نوموړې ته سږ کال د ( هارورډ پوهنتون ) دبشر پالنې کلنۍ جایزه ورکړل شوه. هغې ته د سږني کال د مدني ټولنې مشرې انعام، په اير لينډ کی ټيپريري نړيوال امن ايوارډ او د زیارت پر ورځ اروپايي پارلیمان د سخاروف جایزه ورکړه، چې د اروپا تر ټولو غوره جایزه ګڼل کېږي. د پاکستان حکومت هم ملالې ته ستاره شجاعت ورکړی دی.

د تعلیم له پاره مبارزه کوونکې ملاله یوسفزۍ په نیویارک کې د کلنټن جهاني شهریت جایزې په مراسمو کې د برخې اخیستو پر وخت وویل چې سوله په ټوپک نه بلکې په قلم راتللای شي او د ټولو مسلو حل په تعليم کې دي.

XS
SM
MD
LG