د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ډاکټران څوک تښتوي؟


پخوانی عکس : د تښتول شوو ډاکټرانو د خوشي کولو لپاره لاریون
پخوانی عکس : د تښتول شوو ډاکټرانو د خوشي کولو لپاره لاریون

د پاکستان د ډاکټرانو اتحادیې د سټېرنګ کمېټۍ مشر وايي ټولو تښتول شوو ډاکټرانو د ځان خلاصولو لپاره څه کم شل میلیونه روپۍ تښتوونکو ته ورکړې

پراګ : د بلوچستان او په خاصه توګه د کوټې د ښار سرکاري ډاکټرانو له تېرې یوې اونۍ راهسې له کارکولو انکار کړی دی. دوی وايي ، که چېري حکومت تښتول شوی ډاکټر مناف ترین راخوشی نه کړ نو دوی به له بلوچستانه نورو صوبو ته ولاړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د کوټې مشهور ډاکټر مناف ترین د سپټمبر پر اولسمه نېټه تښتول شوی وو او تر اوسه دا نده مالومه چې هغه چېري دی.


په دې لړ کې څو مهمې پوښتنې راپورته کېږي. لکه په بلوچستان کې ډاکټران څوک تښتوي ، بیا څنګه راخوشي کېږي او صوبايي حکومت د دې ډاکټرانو د تښتونې د مخنیوي لپاره څه کړي او کوي؟

د سپټمبر پر اولسمه نېټه د ډاکټر مناف ترین تښتول کېده په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهسې د ډاکټرانو د تښتولو د لړۍ تازه پېښه ده.

د پاکستان د ډاکټرانو اتحادیې یا د پاکستان مډیکل اېسوسيېشن چارواکو د چارشنبې په ورځ په کوټه کې په یوه خبرې غونډه کې وویل ، تر شل شپې زیات وخت وشو خو حکومت د ډاکټر مناف ترین د میندلو او را خوشي کولو په لړ کې هیڅ د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.
که حالات هم داسې وو نو داسې یو وخت به راشي چې خلک به د ټوخي او معدې د علاج لپاره کراچۍ او لاهور ته ځي


د بلوچستان د حکومت ویاند جان محمد بلېدي هم له مشال راډیو سره په خبرو کې دا ومنله چې که څه ههم دوی تر اوسه یو شمېر چاپې وهلې دي خو د ډاکټر مناف ترین په میندلو کې نه دي بریالي شوي.

پوښتنه دا ده چې د ډاکټرانو تښتوونکي څوک دي او له هغوی سره په دې کې مرسته څوک کوي؟

د پاکستان د ډاکټرانو اتحادیې د سټېرنګ کمېټۍ مشر ډاکټر حقداد ترین په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، دا د دوی لپاره هم تر ټولو مهمه پوښتنه ده.


(زموږ لپاره ډېره لویه پوښتنه هم دا ده. څوک وايي په تېره اسمبلۍ کې خلک ناست وو او د ډاکټرانو له تښتونکو سره ملګري وو ، څوک وايي قبایلي مشران د دې خلکو ملاتړ کوي او ځینې خلک وايي چې استخباراتي ادارې په دې کې لاس لري).

دا روښتیا دي چې زما کورنۍ زما تښتوونکو ته پېسې ورکړې وې خو دا نه شم ویلای چې څومره یې ورکړې خو دومره به ووایم چې موږ بیخي زیاتې پېسې ورکړې


د بلوچستان له حکومتي ویاند جان محمد بلېدي څخه مي وپوښتل چې د ډاکټرانو له تښتوونکو سره د استخباراتي ادارو د ملګرتیا خبره تر کومه حده روښتیا ده؟

هغه وویل ، دوی په دې اړه ثبوت نه لري ، که ورسره وای نو خامخا به یې دې ادارو ته ویلي وو.

( له موږ سره داسې ثبوت نشته د کوم پر اساس چې موږ ووایو چې د دې پېښو تر شا څوک دي. که چېري له حکومت سره داسې څه ثبوت وای نو حکومت به په سم دستي توګه دې ادارو ته ویلي وو چې دا خلک له تاسو سره دي او یا ستاسو له کسانو سره دي دا موږ ته وسپاری).

خو په حکومت کې د شریک پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ بیا وايي ، استخباراتي ادارې له هغو خلکو سره ملګرې دي څوک چې ډاکټران تښتوي.

(په دې کې جاسوسي ادارې لاس لري. په دې کې هیڅ شک نشته او د ایف سي ځواک هم ځینې لوړپوړي خلک په دې کې شامل دي. دا امکان نلري او مخه یې نه شي نیول کېدای. او که چېري دوی [ استخباراتي ادارې او د ایف سي ځواک ځینې لوړپوړي چارواکي] له دې کسانو لاس واخلي نو زموږ پولیس او لیویز دا صلاحیت لري چې په شپږو میاشتو کې دننه دا ټول حالات سم کړي).

د لورالايي ملک نورالله شبوزی له را خوشي کړي ډاکټر نصرالله غلزي سره په بنو کې
د لورالايي ملک نورالله شبوزی له را خوشي کړي ډاکټر نصرالله غلزي سره په بنو کې
د پاکستان د ډاکټرانو اتحادیې د سټېرنګ کمېټۍ مشر ډاکټر حقداد ترین وویل چې تر اوسه شاوخوا دیارلس ډاکټران له تښتول کېدو وروسته په داسې طریقه راخوشي شوي دي چې حکومت پکې هیڅ مرسته نه ده کړې.

د ډاکټر حقداد ترین په وینا ، د کوټې ، چمن او لورالايي د ډاکټرانو په ګډون ټولو تښتول شوو ډاکټرانو د ځان خلاصولو لپاره څه کم شل میلیونه روپۍ تښتوونکو ته ورکړې دي.

ډاکټر حقداد ترین زیاته کړه .

(له یو میلیونه نیولې تر درې میلیونه یوه ډاکټر ورکړې دي. داسې نه ده چې د ډاکټرانو دي داسې حثیت وي چې دا پېسې په خپله ادا کړي بلکې له خلکو یې په پور اخیستې دي او اوس یې په خپلو تنخاګانو ادا کوي).

له ږوب سره اړه لرونکی د نفسیاتو مشهور ډاکټر غلام رسول کاکړ هم د تېر کال د اګست پرلومړۍ نېټه تښتول شوی وو چې بیا د پېسو په بدل کې خوشی شو.

ډاکټر غلام رسول کاکړ مشال راډیو ته وویل چې حکومت د ده په را خوشي کولو کې هیڅ مرسته نه وه کړې بلکې یو څه د ډاکټرانو ، سیاستوالو او عامو خلکو هلي ځلي وې او بل د ده کورنۍ تښتوونکو ته پېسې ورکړې وې.

په دې کې جاسوسي ادارې لاس لري. په دې کې هیڅ شک نشته او د ایف سي ځواک هم ځینې لوړپوړي خلک په دې کې شامل دي

له نوموړي څخه مي وپوښتل چې څومره پېسې یې ورکړې وې؟ نو هغه وویل ، ښودلای یې نه شي خو بیخي زیاتې پېسې یې ورکړې وې.

( دا روښتیا دي چې زما کورنۍ زما تښتوونکو ته پېسې ورکړې وې خو دا ویل ډېره شخصي خبره ده چې موږ څومره پېسې ورکړې وې خو دومره به ووایم چې زموږ بیخي زیاتې پېسې ورکړې).

د بلوچستان له حکومتي ویاند جان محمد بلېدي څخه مي وپوښتل چې حکومت د تښتول شوو ډاکترانو په را خلاصولو کې د هغوی له کورنیو سره مالي مرستې کړې دي او که نه؟

نو هغه دا ومنله چې دوی له دې کورنیو سره مالي مرسته نه ده کړې .

(دا روښتیا دي چې حکومت دې کورنیو ته پېسې نه دي ورکړي خو دا اوس یو کاروبار شوړ شوی دی او خلک په خپل سر له تښتوونکو سره خبرې کوي او خپل کسان راخوشي کوي. دا خبره هم روښتیا ده چې حکومت تر اوسه د سړي تښتوونکو په نیولو کې نه دی بریالی شوی خو دومره ده چې اوس په دې پېښو کې تر ډېره حده کمي راغلې ده).

پخوانی عکس : په کوټه کې د ډاکټرانو لاریون
پخوانی عکس : په کوټه کې د ډاکټرانو لاریون
ډاکټر حقداد ترین وویل ، په بلوچستان کې ډاکټران اوس دې حالت ته رسول شوي دي چې یا خو بلې صوبې او یا هم له پاکستانه ووځي.

( موږ د مور او پلار په حیث د ټولو خلکو خدمت کوو خو اوس حالات داسې دي چې ډېر خلک له صوبې او پاکستانه وتلي دي. که حالات هم داسې وو نو داسې یو وخت به راشي چې دلته به د وړو وړو ناروغیو لپاره هم ډاکټر نه پیدا کېږي او خلک به د ټوخي او معدې د علاج لپاره کراچۍ او لاهور ته ځي).

د بلوچستان په پښتنه سیمه کې د ډاکټرانو د تښتولو پېښې په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې د ځايي خلکو په وینا ، نه یوازې هلته د پاکستانیو طالبانو کاروایانې زیاتې شوې دي بلکې ځینې ډاکټران هم له تښتول کېدو وروسته له قبایلي سیمو راخوشي شوي دي.
XS
SM
MD
LG