د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې به هېڅکله طالبان په واک کې رانشي


د ۲۰۱۳م کال افغانستان يو آيني حکومت لري او دوه وارې انتخابات په کې شوي. دا هېواد عادي پوځ، دولتي وزارتونه او ادارې لري.

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان) پر ويب پاڼه د ليکوال طاهر مهدي ليکنه خپره شوې ده. نوموړي په افغانستان کې د طالب وسله والو بيرته حکومتي واک اختيار ته د نه رسېدلو له پاره پينځه دلايل وړاندې کړي دي.


اول دا چې افغانستان د ۱۹۹۰ کلونو له بدترحالت څخه راوتی، چې طالبانو په کې حکومتي واک تر لاسه کړ او له خپل راتلونکي څخه نا هيليو شويو افغانانو ترې د امنيټ د ټينګښت او ښې حکومتدارۍ په برخو کې تمې ولرلې.

له ليکنې سره سم، د ۲۰۱۳م کال افغانستان يو آيني حکومت لري او دوه وارې انتخابات په کې شوي. دا هېواد عادي پوځ، دولتي وزارتونه او ادارې لري. يو شمېر کاروباري شرکتونه په کې فعاله دي او اقتصادي هلې ځلې په کې پيل شوې دي.

ليکوال د افغانستان په حکومتي نظام کې د يو شمېر نيمګړتياو د موجوديت مساله مني، خو وايي چې داسې کومه تشه نه شته چې طالب وسله وال دې يې ډکه کړي.

دويم دليل چې په ترڅ کې يې ليکوال په راتلونکي کې پر افغان حکومت يا افغاني ټولنه د طالبانو د نفوذ زياتېدو احتمال ردوي، دا دی چې امريکا او متحدينو يې هوډ ښکاره کړی چې افغانستان ته د شا کولو د ۱۹۹۰ کلونو خپله تېروتنه به نه تکراروي.

امريکا نه غواړي افغانستان يوازې پرېږدي او دغه هېواد يوارې بيا د ترهګرو د يوې ځالې په توګه د امريکا د امنيت له پاره يوه خطر جوړ شي.

دغه اندېښنې چين او د منځني آسيايي هېوادونو له لارې روسيه هم احساسوي او نه غواړي چې په افغانستان کې سخت دريځې مسلمانې جنګي ډلې قدرت تر لاسه کړي.

دريم دليل چې ليکوال يې وړاندې کوي دا دی چې، د افغانستان ارامه کېدل يوازې د افغانانو له پاره نه، بلکې د سيمې هېوادونو، چين، هند، پاکستان او د مينځنۍ آسيا هېوادونو له پاره هم د ارزښت وړ دي.

په ليکنه کې راغلي، په ۱۹۹۰ کلونو کې نړۍ له افغانستانه ځکه مخ واړاوه چې دغه هېواد هيڅ اقتصادي اهميت نه درلود. خو دا مهال ورکړل شوې نوې شمېرې ښيي چې افغانستان د ۱۰۰ بيلينه ډالره په اندازه معدنيات لري. دغه راز افغانستان د مينځنۍ آسيا له هېوادونو سره پولې لري، چې په تېلو او ګازو ماړه هېوادونه دي.

څلورمه نکته، چې ليکوال يې په راتلونکي کې د طالب وسله والو د ناکامه کېدو له پاره د يوه دليل په توګه راوړي، دا ده چې وايي، دا حقيقت اوس ډېر څرګند شوی چې افغان طالبان د پاکستاني حکومت په لاسو کې لوبيږي. د ليکوال په باور، همدا هغه خبره ده چې عام افغان وګړي د طالبانو مخالفت ته هڅوي.

ليکوال د ليکنې په پای کې وايي، چې په ۱۹۹۰ کلونو کې افغانستان د پاکستان پر رحم و کرم پرېښودل شوی وو، خو زياتوي چې په ۲۰۱۳ م کال کې دغسې کېدل ممکن نه دي.

د ليکوال په خبره، نړيوال طاقتونه د پاکستان لخوا اخيستل کېدونکی هر اقدام په ډېر جديت سره څاري.
XS
SM
MD
LG