د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې څلور نیم زره مشکوک کسان نیول شوي


په کراچۍ ښار کې د زیاتې شوې بدامنۍ پر ضد د تېرې میاشتې له پنځمې نیټې راهیسې هدفي عملیات دوام لري.

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي په دغه ښار کې د تېرې څه دپاسه یوې میاشتې راهسې د لټون په روانو عملیاتو کې دوي له څلورنیم زرو څخه زیات مشکوک کسان نیولي دي. د سه شنبې یا نهې په ورځ د کراچۍ د پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي پولیسو د ستمبر له ۵ نیټې څخه د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې د شورو کړو عملیاتو په لړ کې امنیتي ځواکونو څه دپاسه درې زره چاپې وهلي دي او ۴۷۴۱ کسان یې نیولي دي.


پولیس زیاتوي له نیول شویو کسانو سره په زرګونو میله وسله هم نیول شوې ده او په دوي کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو ترڅنګ د ناقانونه ګرځول شویو ګوندونو غړي هم شامل دي.

د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات مشال ریډیو ته ویلي دي په نیول شویو کسانو کې ګڼ شمیر کسان اړونده عدالتونو ته هم پیش کړی شوي دي.

((موږ چې کوم کسان نیولي دي هغه مو عدالتونو ته پیش کړي دي . ددې خپله کړنلاره وی. نیول شوي کسان د کیس له رجسټر کیدو وروسته په ۱۴ ورځو کې زندان ته لېږل کېږي ))

پولیس چارواکي وایي د هدفي عملیاتو په دې موده کې ځینو ترهګرو او شرخوښو د پولیسو سره مقابلې هم شوي دي چې په ترڅ کې یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . ددې ترڅنګ د پولیسو لخوا په جوابي ډزو کې هم د وسله والو ډلو کسان او په جرمونو کې ککړ عناصر وژل شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات وایي د ښار له بیلا بېلو برخو څخه یې هغه ځایونه ختم کړي دي چرته به چې امنیتي ځواکونه نشو ورتللی، د هغه په وینا د ځینو وسله والو ډلو لخوا په امنیتي ځواکونو په سرتیرو او مشرانو د حملو ګواښونه لا هم شتون لري.

((امنیتي کسانو ته ګواښونه شته. هغوي په موږ د حملو کولو کوشش کوي او موږ هم کوشش کوو چې د هغوي منصوبې شنډې کړو))

بلې خوا ته د نیم فوجي دستو لخوا په خپره شوې میاشتنۍ خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ددغه ځواک سرتیرو د ښار په بیلا بیلو برخو کې په تېره یوه میاشت کې ۳۹۰ مشکوک کسان نیولي دي . د خبرپاڼې ترمخه په دې کسانو کې ۶۷ هدفي وژونکي،۹۶ قلنګ اخیستونکي او ۴ د وسله والو ډلو غړي نیول شوي دي.

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د زیاتې شوې بدامنۍ پر ضد د تېرې میاشتې له پنځمې نیټې راهسې هدفي عملیات دوام لري. ددغو عملیاتو تر شورو کیدو روسته په کراچۍ ښار کې د مخکې په پرتله حالات یو څه ښه شوي دي.

بلخوا د پاکستان اطلاعاتو مرکزي وزیر پرویز رشید ویلي دي چې بلخوا د کراچۍ له ۲۵۶ حلقې د رایو سر دوارې شمېرنه کې د ګوتو نښې نه تصدیقېدل د دغه حلقې د ټاکنو کره والی تر پوښتنې لاندې نه راولي.

((هو موږ دا ویلي شو چې د ناسمې سیاهي د کارولو له وجې د اچول شویو وټونو د پیژندنې په عمل کې ستونزې رامخې ته دي ))

هلته بیا د ټاکنو ټریوبنل د کراچۍ په ۲۵۶ حلقه ټولو خواو ته د خپلو دریځونو د جمع کولو لپاره یې د اکتوبر ته ۱۲ نیټې پورې مهلت ورکړی دی.

سږ کال د مۍ پر ۱۱ مه نیټه په ترسره شویو ټولټاکنو کې له دغه حلقې د متحده قامي مومنټ اقبال محمد علي د پاکستان قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوی دی.
XS
SM
MD
LG