د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال دې د زلزله ځپلو مرستې ته پرېښودل شي


Pakistan -- Baluchistan: Chief Minister Dr.Malik Baluch press conference, October 1, 2013.
Pakistan -- Baluchistan: Chief Minister Dr.Malik Baluch press conference, October 1, 2013.

د صحت نړیوالې ادارې او د بې پولې ډاکټرانو سازمان هغه ادارې دي، چې له څو ورځو راهیسې ورته د بلوچستان زلزله ځپلو سیمو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي


د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ له مرکزي حکومته خواست کړې چې نړيوالې ادارې دي زلزله ځپلو سیمو ته پرېښودل شي، چې د زلزله ځپلو خلکو مرستې ژر تر ژره وشي. تردې وړاندې وزیراعلی له نړيوالو ادارو خواست کړی وو، چې په زلزله ځپلو سیمو کې دي د خلکو امداد وکړي، خو د مرکزي حکومت نړيوالې مرستندويه ادارې لا هم زلزله ځپلو سیمو ته پرېښودل شوې نه دي.


د صوبايي حکومت له لوري د سېشبنې په شپه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې وزیراعلی ډاکتر مالک بلوڅ له مرکزي حکومته د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه خواست کړی چې نړیوالو ادارو ته دي په زلزله ځپلو سیمو کې د امدادي کارونه اجازه ورکړل شي.

د ډاکتر عبدالمالک بلوڅ دا غوښتنه په داسې حال کې راځي، چې يو شمېر پاکستاني او نړيوالو رسنيو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې له کراچۍ څخه زلزله ځپلې آواران سیمې ته ځینې نړيوالې ادارې پرې نه ښودل شوې، او لا هم هېڅ یوې نړيوالې ادارې په زلزله ځپلو سیمو کې امدادي کارونه پېل کړي نه دي.

د صحت نړیوالې ادارې او د بې پولې ډاکټرانو سازمان هغه ادارې دي، چې له څو ورځو راهیسې ورته زلزله ځپلو سیمو ته اجازه نه ورکړل کېږي، چې هم هلته د زلزله ځپلو خلکو مرستې وکړي. که څه هم د صوبې وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د زلزله ځپلو سیمو تر پنځه ورځنۍ دورې وروسته د اکتوبر په لومړۍ نېټه په خبري کنفرانس کې اعلان کړی وو، چې د سيپټيمبر د ۲۴ مي نېټې په زلزله کې پنځویشت زره کورنۍ متاثره شوې، چې صوبايي حکومت ددې جوګه نه دی، چې له ټولو زلزله ځپلو کورنيو سره مرستې وکړي، او هم ځکه يې له نړيوالو ادارو خواست کړی وو، چې د زلزله ځپلو خلکو مرسته دي وکړي. خو د پاکستان مرکزي حکومت لا هم نړیوالو ادارو ته په سیمه کې د کار کولو اجازه ورنه کړه، او هم يو ځل بیا ډاکتر عبدالماللک بلوڅ ورته خواست کوي.

تردې وړاندې د نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټری طاهر بزنجو د سې شنبې په ماځیګر د کوټې په مطبوعاتي کلب کې په خبري غونډه کې خواست وکړ، چې نړیوالو ادارو ته دي په سیمه کې د کار کولو اجازه ورکړل شي.

؛ څرنګه چې ډاکتر مالک خواست کړی دی، نو موږ هم خواست کوو، چې نړیوالې کومې ادارې دي، هغوي دي د زلزله ځپلو خلکو د امداد لپاره سیمې ته راشي، لاکن په دې شرط چې هغوي مکمل تحفظ ورکړل شي؛.

بلي خواته په آواران سیمه کې چې يادې زلزلې تر ټولو زیاته متاثره کړې، د هم هغه ځای يوه اوسېدونکي جبار پر ټیليفون مشال راډیو ته وویل په سیمه کې د نادولتي موسسو او حکومت له خوا امدادي کارونه روان دي، خو دده په خبره زلزله ځپلي د څښاک د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.

؛ دلته د خلکو او حکومت له لوري امدادي کارونه روان دي او امدادي سامان خلکو ته ورکړل کېږي. لاکن په دې ټولو سیمو کې تر اوسه لا هم د څښاک د اوبو سخت نشتوالی دی؛.

د ویلو وړ ده چې د سيپټيمبر په ۲۴ نېټه د بلوچستان او سندهـ صوبو په ډېری سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي وو، چې د ريکټر په کچه يې شدت اووه اعشاریه اته ښوول شوی. دې زلزلې د بلوچستان آواران او کېچ سیمه تر ټولو زیاته متاثره کړې، چې د سرکاري چارواکو په خبره په کې تر څلور سوه زیات کسان مړه شوي، او په زرګونو نور متاثره شوي دي.

XS
SM
MD
LG