د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې دوه حکومتونه نه منو. پښتونخوا میپ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ

کوټه کې د ډاکترانو او ولسي وګړو په تښتونه کې د استخباراتو لاس دی، او که هغوی دا لاسوهنه بنده نه کړه، نو ټول ولس ته به يې ښکاره کړي. عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ وايي، په صوبه کې به کله هم دوه حکومته ونه مني، او يواځې د دوی حکومت به وي. نوموړي پر استخباراتي ادارو او ملیشه ځواکونو ږغ وکړ، چې ښار او صوبې دې ښه کړي، ګنې ټول ولس ته به په جلسو کې د دوی لاسوهنه ښکاره کړي. نوموړي دا خبري د دوشنبې په ماځیګر د ګوند د شهیدانو د ورځې د لمانځلو پر وخت په يوه غونډه کې کړې.


پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، په بلوچستان کې ولس د دوی ګوند، نیشنل ګوند او مسلم لیګ ن ته رايې ورکړې، او هم به د دې درې واړو حکومت وي. د ياد ګوند د صوبې مشر عثمان خان کاکړ چې د دوشنبې په ماځيګر يې د اووم او یوولسم اکتوبر د شهیدانو ورځې لمانځلو پر مهال جلسې ته وينا کوله، وویل، کله به هم په صوبه کې د استخباراتو او ملېشه ځواکونو واک ونه مني، او هغه به چلېږي، چې د ده په خبره دوی او د دوی اتحاديان يې غواړي.

عثمان خان کاکړ وویل په کوټه کې د ډاکترانو او ولسي وګړيو په تښتوونه کې د استخباراتو لاس دی، او که د ده په خبره استخباراتو دا لاسوهنه بنده نه کړه، نو ټول ولس ته به يې ښکاره کړي.

؛ موږ صفا خبره کوو، چې په يوه حکومت کې به دوهم حکومت نه وي. دا حکومت د پښتونخوا، نېشنل ګوند، او د مسلم لیګ ن حکومت دی. چې ولس ورته رايه ورکړې ده. نه موږ د استخباراتو حکومت منو، نه ملېشه ځواکونو او نه هم د سټيبلیشمنټ. او دوی ته وايو چې که يې ځای راغلی نو بیا به يې ټول ولس ته ښکاره کړو؛.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر وویل، د پاکستان عدالت د بحالۍ لپاره یې ګوند تر ټولو زیاتې هڅې کړې وې، نن د ده په وینا په ټول هیواد کې د پښتنو پر ضد فیصلې کوي. کاکړ جلسې ته په خپله وینا کې زیاته کړه، هغه پرېکړې چې د پاکستان سترې محکمې د پښتنو پر ضد کړې، کله به يې هم ونه مني ځکه چې دا پرېکړې د سترې محکمې نه، بلکې د بل په خوله شوې دي.

؛ نن عدلیه وايي په کوټه کې او په جنوبي پښتونخوا کې پښتانه ونیسئ، دا مهاجر دی. قطعاُ دا پرېکړه موږ نه منو. دا وار چې زموږ حکومت راغی نو سپریم کورټ وايي چې پښتانه مهاجر دي. دا فیصله د سپريم کورټ نه بلکې د سردار اختر مینګل فیصله ده او د اختر مینګل فیصله پښتونخوا ګوند او ولس بيخي نه مني؛.

عثمان خان کاکړ جلسې ته پخپله وینا کې زیاته کړه د دوی د حکومت له راتګ سره سم په ښار او صوبه کې امنيت ښه شوی، چې د ده په خبره د صوبايي کابينې تر جوړېدو وروسته به يې نور هم سم کړي.

تر جلسې وروسته د پاکستان په سینيټ کې د ياد ګوند غړي عبدالروف لالا مشال راډيو ته وویل ددې ورځې د لمانځلو موخه دا ده چې د قام و بچيانو ته وښيي چې د ازادۍ د ناوې ولور د سرونو قربانول او د خپلې وينې تويول دي.

؛ ددې ورځې له لمانځلو مو موخه دا ده چې لومړی شهيدانو د عقیدت ګلونه وړاندې کړو او دوی وستایو. او ملګرو ته هغه لاره وښودل شي، چې قامي تحریکونو په لنډ او مختصره توګه سر ته نه رسېږي. د دې لپاره سر شيندنې او قربانیانې ورکول کېږي. د پښتنو متل چې وايي که ناوې د ولور په پيسو راوړل کېږي نو د ازادۍ ناوې ولور سرشیندنه ده؛.

د اووم اکتوبر ۱۹۷۳ او يوولسم اکتوبر ۱۹۹۱ د شهيدان په دې یاد غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ډېری مرکزي او صوبايي مشرانو د ياد ګوند د اسمبلۍ غړيو او ګڼ شمېر وګړيو ګډون وکړ، او د اکتوبر د دواړو نېټو شهیدانو ته يې د عقیدت ګلونه وړاندي کړل.

یاده دې وي چې په ۱۹۸۳م کال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د ګڼو جمهوریتپالو ګوندونو له لوري د هغه مهال د پوځي دیکتاتور جنرال ضیاءالحق د مارشل لا خلاف په کوټه کې یو لاریون راوتلی وو چې ورباندې د پولیس په ډزو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څلور غړي ووژل شول، ګڼ نور یې ژوبل شول او لسګونه یې بندیان شول.







XS
SM
MD
LG