د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: د چاودنو سوځېدلو ناروغانو ستونزې


پېښور: د کسیه خوانۍ بازار د چاودنې یو ژوبل تن روغتون ته وړل کېږي
پېښور: د کسیه خوانۍ بازار د چاودنې یو ژوبل تن روغتون ته وړل کېږي

سرجن ډاکټر عبيدالله وايي، چې په سرکاري هسپتالونو کې خو په نوم دغه وراډونه شته خو پکار ده چې حکومت د دې حالت ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

د خيبر پښتونخوا په سرکاري هسپتالونو کې د سوځيدلو مريضانو لپاره د سهولياتو نشتوالي داسي يو شمير مريضان مشکلاتو سره مخامخ کړې دي کوم چې په بمې چاودنو کې او يا د نورو وجوهاتو له وجې سوځيدلې دي.


د پيښور د کوهاټي ګيټ وسيدونکي اصف پرويز چې ښځه او دوه د تره لوريانې يې په کليسا کې له بريده وژل شوې وې، مشال راډيو ته وويل چې د دې بريد له وجې د هغې د خاندان درې جينکۍ هم سوځيدلې وې خو سرکاري هسپتالونو کې نامناسبه سهولياتو له وجې دوه مړې شوې او درېيمې ته موږ پرايويټ علاج به شروع کړو.

"ستارې لپاره خو د مکمله علاج ضرورت دی، له سرکاري هسپتاله يې هغه فارغه کړه، د هغې د پښې زخم نه اوبه ځي خو هغه هسپتال انتظاميې فارغه کړه. د دې علاج لپاره ما يو کس سره خبره کړيده ، نو ستاره به موږ يو پرايويټ هسپتال کې داخله کړو چې علاج خرچ به یې يوه غير سرکاري اداره پرې کوي"

په هسپتالونو کې د سوځېدلې څانګې پحقله د پيښور د يو پرايويټ هسپتال پلاسټیک سرجن ډاکټر عبيدالله مشال راډيو ته وويل چې په سرکاري هسپتالونو کې خو په نوم دغه وراډونه شته خو پکار ده چې حکومت د دې حالت ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او خلکو ته سهوليات ورکړې ځکه چې پرايويټ د دې علاج ګران دې او په مشکله به پاکستان کې د دې لپاره څلور پنځه ماهران ډاکټران دا وخت کار کوي.

"د سوځيدلو مريضانو وارډونو لپاره اوزار ډير معمولي پکار وي، د دې لپاره عمله پکار ده، ماهران ډاکټران او اپريشن تهيټر پکار دې او هر يو برن يونټ له دوه اپريشن تهيټرې چې هغه څلريشت ګنټې هغې سره وي. نو چې دوه دوه اپريشن تهيټرې او هر يو وارډ له لس يا پنځلس ډاکټران ورکړې نو داسي به دوي په ډيره مشکله د دولسو دولسو مريضانو خيال وساتي، او دغه رنګ چې ديرش ديرش نرسانې مختص شي دغه وارډونو لپاره ځکه چې دې نه بغير کار نشي چليدلې"

د حيات اباد ميډيکل کمپليکس پروفيسر طاهر خان چې د د سوځيدلو ناروغانو څانګې مشر دې ، مشال راډيو ته وويل چې د موجوده حکومت په مرسته په يو کال کې به د خيبر پښتونخوا په مختلفو هسپتالونو کې د سوځيدلو مريضانو لپاره وارډونه جوړ شي.

"په حيات اباد ميډيکل کمپليکس کې د يو سل شل بسترو د سوځيدلو، صدمو او پلاسټک سرجري يونټ جوړيږي . چې په هغې تقريبا اتيه فيصدي کار شوې دې خو پدې کې به نهه مياشتې وخت لا لږي. دا شان موږ په بنو ، چترال ، تيمرګره کې د شلو بسترو وارډونه هم جوړو په هغې هم کار روان دې او دا به د راوان کال په يو ديرشم دسبمر مکمل شي او داسي په ايبټ اباد کې هم د ديرشو بسترو په وارډ باندې کار روان دې. نو انشاه الله په يو کال کې به ډير غټ بدلون راشي"

پروفيسر طاهر خان د وينا سره سم چې د هغه په نګرانې کې به دا پروجې په خپل وخت مکملې شي.
XS
SM
MD
LG