د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خان او ولي خان ته د بنګله دېش دوستۍ ملي جایزې


باچا خان او ولي خان
باچا خان او ولي خان

د پښتنو ملتپالو مشرانو جايزې د باچاخان لمسي او د خان عبدالوالي خان زوی او د عوامي نېشنل پارټي مشر اسفنديار ولي خان واخیستلې.

په بنګلادېش کې د ازادۍ جګړې ملګرو په نامه ۵۸ بهرنیانو ته ملکي جایزې (ايوارډ) ورکړل شوې دي چې پکې د عوامي نشنل پارټۍ د پخوانو مشرانو خان عبدالغفار خان او خان عبدالولي خان نومونه هم شامل ول، دا جايزې د ۱۹۷۱ م کال د ازادۍ جګړی کې د مرستې کولو پر سر ورکړل شوې دي.


د بنګلادېش ولسمشر عبدالحميد او وزيرعظمې شيخ حسينه واجد ورکړل، د پښتنو ملتپالو مشرانو جايزې د باچاخان لمسي او د خان عبدالوالي خان زوی او د عوامي نېشنل پارټي مشر اسفنديار ولي خان واخیستلې.

د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر بشير مټه وايي، دا يوازې د د دوی د ګوند نه بلکې د ټولو پښتنو لپاره د وياړ خبره ده چې د دوی مشرانو ته د بشري او جمهوري حقونو په ملاتړ کولو جايزې ورکړل شوې.

له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې بشير مټه زياته کړه:

( ولي خان بنګاليانو ته د خپل جمهوري حقونو ورکولو لپاره هڅې کړې وې ، شيخ مجيب الرحمان په انتخاباتو کې اکثريت ترلاسه کړی وو چې په مغربي پاکستان کې سياستولانو ونه مانه. خو والي خان بابا بنګاليانو ته د خپل جمهوري حق ورکولو لپاره ودريدلو، نو کېدای شي چې بنګلادېش حکومت ته دغه خبره سمه ښکاره شوي وي او هغه ته يي دغه ايوارډ ورکړی)

د ورځپاڼې ډاکه ټريبيون له مخې د بنګلادېش نړيوال کانفرنس تالار کې د جايزو ورکولو پر موقع د هېواد ولسمشر عبدالحميد وويل چې دوی د انصاف نړيوال عدالت په وسيله د جنګي جرمونو مقدمې شورو کړي دي، چې، دارنګ د ۱۹۷۱ م کال په جګړه کې د پاکستاني پوځ او د دوی د مرستندویه ډلو لکه رضاکار او البدر لخوا په نسل کشۍ کې د مشکوکه ککړو کسانو پلټنې وکړي او بيا ورته سزا ورکړل شي .

ياده دې وي چې څه موده وړاندې په بنګلادېش کې د جماعت اسلامي مشر غلام اعظم ته د ۱۹۷۱ م په جګړه کې د جنګي جرمونو ترشا د لاس درلودلو په جرم د ۹۰ کالو د قید سزا واورول شوه. همداراز په ياده جګړه کې د جومات اسلامي يو شمېر تورنو مشرانو ته د مرګ او قید سزا ګانې وارول شوي دي خو په پاکستان کې د جماعت اسلامي يو مشر سراج لحق وايي چې د بنګلادېش حکومت دا هرڅه د هندوستان په وينا کوي او د ده په خبره د جماعت اسلامي مشرانو د پاکستان متولو مخه نيوله، نه چې په جنګي جرمونو کې ککړ ول.

په داسې حال کې چې په بنګلادېش کې يو خوا ځنو کسانو ته د ۱۹۷۱ م په جګړه کې د جنګي جرمونو ترشا د لاس درلودلو په جرم د قېد او مرګ سزاګانې اورول کيږي نو بلخوا د عوامي نشنل ګوند پخواني مشرانو باچا خان او خان عبدالوالي خان په ګډون هغه کسانو ته جایزې ورکول کېږي چې په ياده جګړه کې يي د بنګاليانو د بشري او جمهوري حقونو لپاره هلې ځلې کړې وې.

د بنګلادېش د دې ګام په اړه د پيښور يوڼيورسټۍ د بهرنيو اړيکو څانګې پروفېسر عجاز خټک مشال ريډيو ته وويل:

( هغه وخت په پاکستان کې ډېر لږ کسان ول، لکه په لاهور کې قتيل شفايي چې له بنګاليانو سره د هغوی د جمهوري حقونو لپاره ولاړ وو خو په سياسي ګوندونو کې يواځې عوامي نشنل ګوند وو چې د هغه وخت په حکومت يې فشار راوړو چې د بنګاليانو جمهوري حقونه ومنی. همداراز په دې کې له ولي خان سره ځینې بلوڅ مشران هم ولاړ وو، نو همدغه وجه ده چې کومو خلکو له بنګاليانو سره ښه کړي ول هغوی ته جایزې او چې کومو ورسره بد کړي ول هغوي ته سزاګانې ورکول شوې)

پروفسر عجاز خټک زیاتوي لکه څنګه چې په بنګلادېش کې بشر دوسته ، جمهوريت خوښونکو او هغه چا چې له هېواد سره يې ښه کړي ول، هغوی ته احترام ورکړل کېږي، نو د ده په خبره يو وخت به راشي چې دا عمل به په پاکستان کې هم شورو شي.

بنګلادېش کې د جایزو ورکولو غونډه
بنګلادېش کې د جایزو ورکولو غونډه


ډاکه: بنګلادېش هېواد ۵۸ بهرنیانو ته جایزې ورکړل شوې
ډاکه: بنګلادېش هېواد ۵۸ بهرنیانو ته جایزې ورکړل شوې


XS
SM
MD
LG