د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاهره کې بیا له راپرېدونکي قهره۵۱ تنه ووژل شول


قاهره:
قاهره:

د مصر د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د تاوتريخوالي د وروستيو پېښو پر مهال يې له ټول هېواد څخه د محمد مرسي ۲۴۳ ملاتړي نيولي دي.

په مصر کې د دې هېواد د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو په وروستيو نښتو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپي شوي دي.


راپورنه وايي يوازې په پلازمينه قاهره کې د یکشنبې یا اتوار ورځې د وژل شويو شمېر څلوېښت تنو ته ورسېد.

په ياد ښار کې دغه نښتې هغه وخت رامينځ ته شوې کله چې د مصر امنيتي ځواکونو د لرې کړل شوي ولسمشر مرسي پلويانو پر مخ تحرير څلورلارې ته تلونکي واټونه وتړل.

په تحرير چوک کې د مصر د موقتي حکومت، چې د دې هېواد پوځ يې تر شا ولاړ دی، پلويان غونډ شوي ول او د عربو او اسرايلو تر مينځ شوې د ۱۹۷۳ م کال جګړې ۴۰ مه کليزه يې لمانځله.

د مصر د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د تاوتريخوالي د وروستيو پېښو پر مهال يې له ټول هېواد څخه د محمد مرسي ۲۴۳ ملاتړي نيولي دي.

مصري چارواکو خبرداری ورکړی وو چې که څوک هم د اتوار پر ورځ دې هېواد د پوځ پر ضد مظاهرو ته ووتل نو د بهرنيو طاقتونو د يوه ايجنټ په توګه به ورته کتل کيږي، نه د يوه فعال په توګه.

د مصري پوځ پر ضد جوړې شوې د اسلامپالو يوې اتحاديې د دې هېواد پر وګړو غږ کړی چې روانه اونۍ لا ډېرو احتجاجي مظاهرو کولو ته ووځي.

دې ډلې په تېره د مصر د پوهنتونونو او کالجونو له زده کوونکو غوښتي چې د حکومت لخوا د عامو خلکو د وژلو د روانې لړۍ پر وړاندې د سېشنبې پر ورځ د احتجاج غږ پورته کړي.

له هغه راهيسې چې د مصر پوځ د دې هېواد له منتخب ولسمشر محمد مرسي د تېرې جولايۍ مياشت پر ۳ مه نېټه حکومتي واک اختيار واخيستو، د موقتي حکومت پر ضد د پراخې کچې په احتجاجي مظاهرو کې تر اوسه سلګونه مصريانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG