د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۷ نوماندان ولاړ دي


هرات: یوه زړه ښځه د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د خپلې رای اچولو لپاره خپله پېژندپاڼه ښيي، چې نوم ولیکي.
هرات: یوه زړه ښځه د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د خپلې رای اچولو لپاره خپله پېژندپاڼه ښيي، چې نوم ولیکي.

د چارواکو په خبره د کاندیدانو وروستی لیسټ به تر غور او څيړنې وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له خوا د لړم (عقرب) میاشتې پد ۲۵مه نیټه خپور شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بېګا تر نیمې شپې د نوماندۍ لړۍ روانه وه، چې تر دا مهاله ورته ۲۷ کاندیدان وړاندې شوي دي. نوملیکنه ځکه وغځول شوه چې ګڼو نوماندانو یې په وروستۍ ورځ د ولسمشرۍ سیالۍ ته خپل ځانونه وړاندې کړل.


خو د چارواکو په خبره د کاندیدانو وروستی لیسټ به تر غور او څيړنې وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له خوا د لړم (عقرب) میاشتې پد ۲۵مه نیټه خپور شي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرایوي رییس جانداد سپين غر وايي، لومړی د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولیت دی چې جعلي او تکراري پېژندپاڼې وڅېړي، دوی باید باوري کړي چې کاندیدانو ټاکل شوی نغد ضمانت سپارلی دی که یه. همدارنګه له اړوند ادارو سره باید د هغو کاندیدانو استعفاوې هم تایید شي چې تر دې مهاله یې دولتي دندې لرلې.

سپين غر وايي، تر دې څیړنې وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسون د کاندیدانو لومړنی لیسټ تیاروي او د اعتراضونو پړاو پیلیږي:

"کله چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون ابتدايي لیست اعلان کړ، بیا د اعتراضاتو دوره ده چې عام خلک او ادارې کولی شي، د دې کاندیدانو په وړتیاوو او قانوني شرایطو اعتراض وړاندې کړي.

دا اعتراضونه د شکایاتو د کمیسون له خوا څیړل کیږي او که پر ځای اعتراض پیدا کړي ښايي ځینې کسان د کاندیدانو له ابتدايي لیسټه کم شي. د شکایتونو د کمیسون له څیړنو وروسته به د د انتخاباتو خپلواک کمیسون وروستی نوملړ اعلانوي."

د ولسمشرۍ لپاره د وړاندې شویو کاندیدانو نومونه:

۱- ډاکټر اشرف غني، ۲- سرور احمد زی، ۳- ډاکټر عبدالله عبدالله، ۴-ډاکټر زلمی رسول، ۵- قیوم کرزی، ۶ - عبدالرب رسول سياف، ۷- حشمت غني احمدزى، ۸- قطب الدين هلال،
۹- عبدالرحيم وردګ، ۱۰- ګل اغا کوهدامني، ۱۱- سيد اسحق ګېلاني، ۱۳- بسم الله شیر
۱۴- فضل الکريم نجمي، ۱۵- انوارالحق احدي، ۱۶- عزيز الله لودين، ۱۷- ګل اغا شېرزى،
۱۸- داود سلطانزوى، ۱۹- حميد الله قادري، ۲۰- سردار محمد نادر نعيم،۲۱- هدايت امين ارسلا، ۲۲- سلمان علي دوستزاده، ۲۳- فاروق اعظم، ۲۴- خديجه غزنوۍ او نور
XS
SM
MD
LG