د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د ګوزڼ کمپاین پر ډلې چاودنې دوه تنه ووژل


پولیس چارواکو مشال ريډیو ته وویل، چې د ګوزڼ څاڅکي ورکونکې ډلې له دفتر سره جوخت چاودنه شوې ده چې پکې پولیس ته مرګژوبله اوښتې.

د خېبر پښتونخوا له مرکز پېښور سره نزدې د بډه بېرې په ملک دین خیل کلي کې نن د دوشنبې پر ورځ د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکونکو پر یوې ډلې بمي چاودنه شوې چې پکې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او اته نور ژوبل دي.


پولیس چارواکو مشال ريډیو ته وویل، چې د ګوزڼ څاڅکي ورکونکې ډلې له دفتر سره جوخت چاودنه شوې ده چې پکې د روغتیایي کارمندانو پولیس بدرګې ته مرګژوبله اوښتې.

په پښتونخوا او د پاکستان په ګڼو برخو کې وسله وال طالبان بیا بیا د ګوزڼ څاڅکي ورکونکو ډلو باندې بریدونه کوي چې پکې تر اوسه یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
پېښور: د ګوزڼ کمپاین پر ځای له چاودنې وروسته پولیس د چوونکو توکیو پلټنه کوي. ۰۷/۱۰/۲۰۱۳
پېښور: د ګوزڼ کمپاین پر ځای له چاودنې وروسته پولیس د چوونکو توکیو پلټنه کوي. ۰۷/۱۰/۲۰۱۳


پېښور.د پولیو کمپاین پر ډلې د بمي چاودنې وژل شوي پولیس سرتېري مړی وړل کېږي. ۰۷اکتوبر ۲۰۱۳
پېښور.د پولیو کمپاین پر ډلې د بمي چاودنې وژل شوي پولیس سرتېري مړی وړل کېږي. ۰۷اکتوبر ۲۰۱۳
XS
SM
MD
LG