د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلک برتانیا کې د ملالې انځور ننداره کوي


لندن - زما له پاره تر ټولو حيرانوونکې شیبه دا وه چې ډله ډله خلک مې ليدل چې د ملالې یوسفزۍ تصوير ته به درېدل او په ديوال ليکل شوي نوم ته به يې تر کتو له مخه هغه پېژنده.

دغه تصوير د برتانيې یوه نومیالي انځورګر جوناتن يو جوړ کړی او د سېپټېمبر پر ۱۱مه د لندن دي نيشنل پورټريټ ګيلري کې د نندارې له پاره کېښودل شو.

په ګيلري کې د بېلا بېلو انځورګرانو له خوا د نړۍ د سياستوالانو، سندرغاړو، لوبغاړو، تاريخي شخصيتونو په لاس جوړ شوي يو شمېر تصويرونه ځوړند دي.

د ملالې په اړه ليکل شوي چې دا تصوير د دې له ماشومتوبه واخله بيا تر ننه پورې د ژوند کيسه بيانوي.

چې کوم سيلاني به د ملالې تصوير ته ودرېد نو ما به تر پوښتنه وکړه چې تاسو دغه نجلۍ پېژنئ نو د نوم لوستلو له مخه به هر چا راته وويل، هو بالکل يې پېژنو، دا هم هغه نجلۍ ده چې طالبانو ځکه ويشتلې وه چې دې د تعليم له پاره مبارزه کوله.

لاندې د ملالې په اړه د ځينو کسانو څرګندونې لوستای شئ.
ایلن شیرا - سکاټ لينډ

دا ډېره زړوره نجلۍ ده. چې څه ورسره وشول هغه ډېر خفه کړم. زما له پاره دا ځکه ډېر اهمېت لري چې زه د ښځو په مکمله برابرۍ یقین لرم او زما نه دی خيال چې ګواکې ښځو ته برابري ترلاسه ده. زه بايد ووايم چې له نورو مسلمانو هيوادونو سره، سره په پاکستان کې هم ښځو ته يو شان موقعې تر لاسه نه دي. زما په خيال ملاله يو سېمبول دی او کيدای شي هم د دې له وجې بدلون راشي او زه د دې مننه کوم.
ډبرا – لندن

زه د دې په اړه هم دومره مالومات لرم څومره چې مې په خبرونو کې اورېدلي دي چې څنګه دې د ځان په څېر د نورو ماشومانو د تعليم د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوله او هم له دې وجې په ډزو و ويشتل شوه. دا ډېره زړوره نجلۍ ده او خوشاله يم چې دلته راغلې ده او تعليم حاصلوي. زما له پاره ملاله ځکه اهمیت لري چې د يوې زنانه په حيث په کار ده له موږ سره د سړيو په شان د برابرۍ سلوک وشي.

د ملالې انځور له نورو نومیالیو سره - نیشنل پورټرېټ ګیلري، برتانیا
د ملالې انځور له نورو نومیالیو سره - نیشنل پورټرېټ ګیلري، برتانیا
وارثه احمد – برمنګم

زه ملالې ډېره متاثره کړې يم، زه دا د ځان له پاره يوه مثالي نمونه ګڼم. دا يوه ډېره ښه نجلی ده. له دې څوک نه وېرېږي. ځېنې خلک دې ته په سلام کولو وارخطا کېږي خو دا داسې نه ده چې يا خو څوک ځېنې و وېرېږي يا بيا وارخطا شي.

زما په خيال ملاله يو سېمبول دی او کيدای شي هم د دې له وجې بدلون راشي.
ایلن شېرا
کورل - ترکیه

دا يوه ډېره په زړه پوري نجلۍ ده، ډېره فعاله او هوډمنه ده. د دې زړورتيا د ستاينې وړ ده.
کليري- لندن

ملاله ډېره متاثره کوونکې ده. دا د يوې ډېرې مهمې نړيوالې مسلې له پاره مبارزه کوي. د يوې ښځې په حيث زما په خيال هغې يوه ډېره مهمه لاره نيولې ده چې د ښځو او سړیو دواړو له پاره د تعليم د حق مبارزه کوي.

د دې خلکو خبرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG