د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله د هېچا لپاره نه استعمالېږي. ګورډن براون


د برتانیې پخوانی وزیر اعظم او د تعلیم له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون د تعلیم له مبارزې ملالې یوسفزۍ سره
د برتانیې پخوانی وزیر اعظم او د تعلیم له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون د تعلیم له مبارزې ملالې یوسفزۍ سره

زه خبر يم چې طالبان د لوی شمېر سکولونو د تړلو ذمه واره دي، زه په دې هم خبر يم چې ډېر سکولونه سوځل شوي او خلک ځورول شوي او دړکې ورکړل شوې دي.

پراګ - د تعليم له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون ځانګړی استازی او د بریتانيا پخوانی لومړی وزير ګورډن براون دا تاثر ردوي چې ګواکې مغربي ملکونه ملاله يوسفزۍ د خپلو ګټو له پاره استعمالوي.


نوموړی وايې، ملاله او پلار ضیا الدین يې له داسې اصولو سره روزل شوي او را لوی شوي دي چې هېڅوک هم دوی د خپل فکر او سوچ لپاره نه شي استعمالولی.

دا خبرې ګورډن براون پر ملاله يوسفزۍ د وسله والو طالبانو د بريد د يوه کال پوره کېدو پر موقع د مشال راډیو ځانګړي پروګرام په لړ کې له عبدالحي کاکړ سره په يوه مرکه کې کړې دي.


مشال راډیو: که څوک له تاسو پوښتنه وکړي چې د ګورډن براون لپاره ملاله يوسفزۍ څوک ده، نو تاسې به څه وایاست؟

ګورډن براون: ملاله يوه زړوره، حوصله لرونکې او هېښوونکې ځوانه نجلۍ ده، چې نړۍ ته يې وښودله، چې پر خپلو اصولو د درېدلو هوډ او حوصله لویې قربانيانۍ غواړي او نړۍ ته يې دا هم وښوده، چې که پر خپلو اصولو ودرېږی، نو بيا روښانه سهار ليدلای شی.
مشال راډیو: له کله چې ملالې د تعليم لپاره مبارزه پيل کړې ده له هغه را وروسته تاسو په نړۍ کې د تعليم پر حالت څه مثبت اثر ليدلئ دئ؟

ګورډن براون: زما په خيال د ملالې او د دې د زړور او حوصله لرونکي پلار ضیا الدین يوسفزي کارونو وار له مخه لوی بدلون راوستی دی. د ملالې تر ويشتلو يوه مياشت وروسته چې زه کله پاکستان ته ولاړم نو په زرګونه نجونه او هلکان مي ولېدل، چې د دې د مبارزې ملاتړ يې کاوه. حکومت د لازمي تعليم قانون منظور کړ او د ۳۰ لاکه نجونو لپاره يې وظيفه (بورس یا سکالرشېپ) اعلان کړه. په دې وروستيو کې نوي حکومت اعلان کړی دی چې د تعليم بجټ به له دوو څخه څلور فيصده ته زياتوي او دا هر څه د ملالې او د هغې د پلار د اثر و نفوذ له وجې وشو. د دې اثر يوازې پر پاکستان نه بلکې پر ټوله نړۍ دی.


ملاله له خپل ملک سره مينه لري، له خپلو خلکو سره مينه لري او له خپل مذهب سره مينه لري
ګورډن براون

مشال راډیو: تاسو ته مالومه ده چې ملاله د پاکستان له هغو پښتنو سيمو سره تعلق لري چې هلته وسله والو په سلګونه سکولونه تباه کړي دي نو آيا تاسو د دې ښوونځيو د بيا جوړولو څه ځانګړی پلان لرئ؟

ګورډن براون: زه خبر يم چې طالبان د لوی شمېر سکولونو د تړلو ذمه واره دي، زه په دې هم خبر يم، چې ډېر سکولونه سوځل شوي او خلک ځورول شوي او دړکې ورکړل شوې دي. خو زه په دې هم خبر يم چې په افغانستان او پاکستان کې ډېر زړور خلک شته چې د زده کړو له حقه محرومه کړل شوي دي. موږ بايد هرو مرو دې حالاتو ته غبرګون وښیو او د نجونو او هلکانو په تيره بيا د نجونو د زده کړو پر خبره زور ورکړو. موږ د نړۍ د نورو هيوادونو په ګډون د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره په ګډه کار کوو چې دغه سکولونه بيرته خلاص شي، پر تعليم نورې پيسې خرڅې شي، نور استادان برتي کړل شي او خلک سکول ته په تللو کې ځانونه خوندي احساس کړي. زه به د پاکستان پخپل راتلونکي سفر کې د نړيوالي ټولني له خوا نورې پيسې اعلان کړم چې دا رنګه زاړه سکولونه بيرته خلاص شي، نوي ښوونځي جوړ شي، د زده کړو لپاره نور مواد ورکړل شي او نوي استادان برتي شي.
مشال راډیو: په پاکستان کې ځینې خلک تور لګوي چې مغربي ملکونو د خپلو ګټو لپاره ملاله يوسفزۍ استعمال کړې ده. ستاسو به دغو الزامونو ته ځواب څه وي؟

ګورډن براون: زما په خيال ملاله او پلار ضیا الدین يوسفزی ډېر پياوړي دي چې د لوړ عزم او عظيمو اصولو خاوندان دي. دوی پر هغه عزم او اصولو ولاړ دي او ورباندې عقيده لري چې له مخې یې د دوی روزنه يا پرورش شوی دی او زما په باور داسې هېڅ هم نشته چې دوی به د هغو خلکو له خوا په موثره توګه استعمال شي چې د دوی د سوچ بالکل برعکس طرز فکر لري. زما په فکر، خلک دا حقيقت مني چې ملاله له خپل ملک سره مينه لري، له خپلو خلکو سره مينه لري او له خپل مذهب سره مينه لري. نه دا او نه هم د دې پلار به یوازې له دې وجې چې په يو بل ځای کې ژوند کوي هغه اصولونه قرباني کړي چې ورسره را لوی شوي دي.

مشال راډیو: په پاکستان کې ځېنې خلک دا تنقيد هم کوي چې نړۍ ملاله ځکه لمانځي چې دا يوه ماشومه ده او ويشتل شوې ده نو بيا ولې هم د دې دليل پر اساس هغه ماشومان نه لمانځل کېږي چې په ډرون بريدونو کې وژل شوي دي.؟

ګورډن براون: کله چې زه د ماشومانو په اړه خبرې کوم نو زه غواړم هر ماشوم ته د تعليم د تر لاسه کولو له پاره موقع برابره شي. زه یوازې د ملالې خبره نه کوم بلکې په پاکستان کې د هر ماشوم د تعليم د حق خبره کوم او زه هيله من يم چې دوی به ډېر ژر په پر امنه او خوندي ماحول کې بې د تشدد له خطره تعليم حاصل کړي.
مشال راډیو : تاسو ته مالومه ده چې ملاله د امن د نړيوالې جایزې لپاره سيالي کوي ستاسو په فکر دا به دا جایزه وګټي؟

ګورډن براون: زما په فکر که ملاله دغه جایزه وګټي او که نه، خو دا وار له مخه بريالۍ شوې ده، ځکه چې دې په ټوله نړۍ کې تعليم د يوې ډېري مهمي مسلې په توګه را څرګند کړی دی. د امن د نړيوالي جایزي په اړه چې هره فېصله کېږي زما په خيال د ملالې زړورتيا او قربانۍ د تعليم په برخه کې لوی خدمت کړی دی. هم دا شان د هغې د پلار ضیا الدین زړورتيا هم خدمت کړی دی.

مشال راډیو: د ملالې د ويشتلو يو کال پوره شو نو ستاسو په فکر يو کال وروسته څوک بریالي شول. طالبان او که ملاله؟

ګورډن براون: انصاف، شفافيت او د تعليم د ترلاسه کولو شخصي حق هغه څه دي چې ملاله يې استازيتوب کوي او هم دغه هدفونه بريالي شوي دي.
له ګورډن براون سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG