د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ډاکټرانو د تښتونې پر ضد هړتال


په کوټه کې د ډاکټرانو د تښتونې پر ضد هړتال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:19 0:00

په کوټه کې د ډاکټرانو د تښتونې پر ضد هړتال

په کوټه کې ډاکټرانو د خپل ملګري ډاکټر مناف ترین د تښتوولو پر ضد علامتي بهوک هړتال پېل کړي دی.


په کوټه کې ډاکټرانو د خپل ملګري ډاکټر مناف ترین د تښتوولو پر ضد علامتي بهوک هړتال پېل کړي دی.

ډاکتران وايي، دا وار احتجاج به يې د مناف تر خوشي کېدو نه بلکې تر هغه وخته جاري وي، چې د دوی په خبره د ډاکټرانو د تښتوولو پېښې بندې شوې نه وي.

بل خوا د صوبې صوبايي حکومت وايي، له تښتوونکو سره د پاکستان استخباراتي ادارې شريکې دي.

د پاکستان د ډاکترانو اتحاديې د بلوچستان څانګې په کوټه کې د ډاکترانو د تښتوولو د پېښو پر ضد د نه خوړلو علامتي احتساب پېل کړی.

ډاکتران وايي، د ښار لوی لوی او مشهوره ډاکتران وسله وال تښتوي او د کروړونو روپيو تر تاوان ورکولو وروسته يې بیا خوشي کړي.

که څه هم تردې وړاندې يادې اتحاديې د صوبې په سرکاري روغتونو کې څلور ساعته د کار نه کولو اعلان کړی وو، خو د جمعې له ورځې يې د کوټې په سنډيمن روغتون کې د علامتي بهوک هړتال کيمپ لګولی.

دوی زیاتوي دا احتجاجي کيمپ به يې تر هغه دوام ولري، تر څو چې تښتوول شوی ملګری ډاکتر مناف ترین راخوشی شوی نه وي او د بیا لپاره د ورته پېښو مخنیوی ونه شي.

د پاکستان د ډاکترانو د اتحاديې يوه مشر ډاکتر حق داد ترین چې د خوړلو په علامتي احتساب وو، مشال راډيو ته وویل د صوبې د ټولو لوړ پوړو چارواکو دروازې يې وټکولې، خو تر اوسه يې لاهم تښتوول شوي ملګری راخوشی شوی نه دی.

((د مناف ترین د تښتوولو دا وخت درې اوونۍ وشوې. په درې اوونيو کې موږ له ټولو لوړ پوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړو. خو له بده مرغه ددوي خبرې څه بل ډول دي، او عملي کار يې څه بل ډول))

په بلوچستان کې د ډاکترانو احتجاج، لاريونه او د کار نه کولو اعلان دا لومړی ځل نه دی، چې کېږي، بلکې تردې وړاندې هم په بیا بیا ددوي له خوا احتجاج شوی، روغتونونه يې تړلي او لاریونونه يې کړي.

خو د پېسو لپاره د ډاکترانو تښتوونه بنده نه شوه. همدې ته په پام سره ډاکتر حق داد ترین زیاته کړه، دا ځل يې احتجاج يواځې د مناف تر راخوشي کېدو نه دی، بلکې تر هغه به دوام ولري، چې دده په خبره د ورته پېښو مخنیوی شوی نه وي.

((موږ دا فیصله کړې ده. چې زموږ دا احتجاج به يواځې د مناف ترین تر راخوشي کېدو نه بلکې تر هغه وخته پورې به وي، چې دداسې پېښو مخنیوی شوی نه وي، او ډاکترانو د تحفظ ورکړل شوی نه وي))

بلي خواته د صوبايي حکومت د اوسنۍ اسمبلۍ درې غړي ډاکتر حامد اڅکزی، نصرالله زېری او عبیدالله بابت چې تعلق يې د پښتنو له ملت پال پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره دی، د شنبې په غرمه د ډاکترانو دې احتجاجي کيمپ ته راغلو.

د صوبايي اسمبلي غړی ډاکتر حامد اڅکزي مشال راډيو ته وویل د ښار او صوبې د امنيت وضع ښه کول يواځې د صوبايي حکومت په وس کې نه ده او د ډاکترانو تښتوونکي د استخباراتي ادارو نازولي دي.

((د صوبې امنيت او د ښار امنيت يواځې د صوبايي حکومت په وس کې نه ده. بلکې دا ټول به د استخباراتو، ځواکونو او مرکزي حکومت په مرسته کېږي. تر کومه ځایه چې د ډاکترانو د تښتوولو خبره ده نو دا هغه قوتونه کوي، چې د پاکستان د استخباراتو نازولي دي. ددوي لپاره چې هغه زړه نشه يې په زړو کې ده هغه خدمت کوي، او د ځان د پېسو لپاره بیا هغه قوتونه دا پېښې کوي))

د ویلو وړ ده چې د سیپټيمبر په اوولسمه نېټه د کوټې له پښين سټاپ سیمې څخه د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر مناف ترین هغه مهال وسله والو وتښتاوو، چې له خپل روغتون څخه کور ته روان وو.

د ښار پوليس وايي، نوموړی د پېسو لپاره تښتوول شوی، خو تراوسه يې لاهم برخلیک څرګند نه دی.
XS
SM
MD
LG