د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي؛ په افغانستان کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات به د دې هېواد په تاریخ کې په ډموکراټیک ډول د سیاسي قدرت لومړنی انتقال وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی "یان کوبیش" وایي؛ په افغان مشرانو یې غږ کړی چې، د انتخاباتي سیالیو یا کمپاین په جریان کې باید د شخصیتونو پرځای د ملي اجنډا ملاتړ وکړي.
UPI خپرونه لیکي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت دفتر (یوناما) دنده لري چې؛ په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ملاتړ وکړي. دا انتخابات په داسې حال کې کیږي چې؛ بهرنیو ځواکونو ټول امنیتي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونه ته سپارلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي؛ د انتخاباتو لپاره چې تر اوسه کومې تیارۍ نیول شوي؛ دی ترې خوښ دی.
ده زیاته کړه، ۲۰۱۴م کال به دافغانستان په تاریخ کې له یوه منتخب حکومت څخه بل ته د سیاسي قدرت لومړنی انتقال وي. کوم کاندیدان چې جګو څوکیو ته ځانونه کاندیدوي؛ کمپاین ته له داخلېدو مخکې باید چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ نوي مخ ته نظر وکړي.
یان کوبیش دغه راز وویل، هیله من دی چې، د کاندیدانو بحثونه به د اشخاصو یا شخصیتونو پرځای، پر هغو مهمو مسالو وڅرخي چې؛ د افغانستان راتلونکی ټاکي.