په ایکسپریس ټریبون کې ــــ ثناءالله بلوڅ لیکي ــــــــ د بلوچستان بحران د بلوڅ او بلوڅ یا بلوڅ او پښتون ترمینځ د جګړې له وجې نه دی ـــــــ بلکې دا د بلوڅانو او د پاکستان مرکزي حکومت ترمینځ جګړه ده او باید هم په دغه تناظر کې ورته وکتل شي ـــــــ
ثناءالله بلوڅ لیکي ـــــــ ټول ګوندیزه غونډه کې د پاکستان د دوو لویو شخړو یعني د طالبانو یاغيتوب او په بلوچستان کې د سیاسي او ملتپالې جګړې د پای ته رسولو لپاره ـــــــ د خبرو اترو پیلولو پریکړه وشوه. خو د خبرو اترو د عمل مخ پر وړاندې بوتلو لپاره یوه واضحه تګ لاره و نه ښودل شوه. د بلوچستان د ګڼ اړخیزه شخړې په مقابله کې له طالبانو سره د خبرواترو معاملې ته ډیره توجه ورکړل شوه.
ثناءالله بلوڅ لیکي ـــــــ د بلوچستان په اړه په دې بې غورۍ پوهېدل ګرانه نه ده. د پاکستان خفیه ادارې ــــــــ په سیاسي توګه پوهه، مینځلاري او خپل حقونه غوښتونکي بلوڅ ملت پال خپل د لسګونو کالو زوړ او نوابادیاتي واک ته خطر ګڼي. ولې هم دغه ایسټېبلیشمېنټ طالبان د سیمې په جغرافیايي او سیاسي منظرنامه کې خپل ستراتیجیکي ملګري ګڼي. په ټول ګوندیزه غونډه کې په بلوچستان بحث ونه شو ـــــ او وجه يي داوه چې اسلام اباد د بلوچستان شخړه د یوې قامي معاملې پرځای یوه مقامي یا صوبايي معامله ښودل غواړي. سره له دې ـــ پر عالمي فورمونو د پاکستان پالیسي سازو په مغزو ــــــ بلوچستان حاوي وي ـــــــ د هند د وزیراعظم من موهن سنګ سره په ملاقات کې د نوازشریف له خوا د بلوچستان یادول ــــــ یو ښکاره اشاره ده چې ــــــ د بلوچستان د شخړې له لوی والي او اغیزه سترګې نه شي پټیدای.
ثناءالله بلوڅ وړاندې لیکي ــــــــ په ټول ګوندیزه غونډه کې له بلوڅ ملت پالو سره د خبرو معامله د بلوچستان وزیراعلا ته حواله کول ـــــ نوره هم دا خبره څرګندوي چې ــــ اسلام اباد په دې شخړه پوهیدو او ددې هواریدو ته اماده نه دی. په بلوچستان کې د جګړې ــــــ له صوبايي حکومت سره هېڅ تعلق نشته. د بلوڅ ملت پالو غوښتنې ـــــ او د هغوی مبارزه د مرکزي حکومت او او د هغه امنیتي انتظام ده چې بلوڅ په کې برخه نه لري.
دا د دوو فکرونو ترمینځ جګړه ده ــــ یو فکر په دې باور لري چې ټول واک په مرکز کې ځای کړي، طالبانایزیشن ته وده ورکړی او بلوچستان غیرسیاسي کړي او بل فکر په سیاسي ازادۍ، پرمختیا، جدیدیت او برابرۍ باور لري.
ثناءالله بلوڅ لیکي ــــــــ د بلوچستان بحران د بلوڅ او بلوڅ یا بلوڅ او پښتون ترمینځ د جګړې له وجې نه دی ـــــــ بلکه دا د بلوڅو او پاکستان د مرکزي حکومت ترمینځ جګړه ده او باید هم په دغه تناظر کې ورته وکتل شي. بلوڅ په پاي کې لیکي ــــــ ددې شخړې د هواري لپاره وړومبې ـــــ ددې په بنیادي وجو پوهیدل ډیر مهم دي. د امن پرځاي کولو لپاره ــــــ دا خبره ډیره ضروري ده چې هغه بیلابیل عوامل اوپیژندل شي ـــــــ چې ددې دشمنۍ او جګړې سبب ګرځي.