د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان خپلو کې د اسلام په نامه سره وژني


پښتونخوا: د هنګو ضلعې په سپین ټل کې د تحریک طالبان پاکستان د ځانمرګي برید وروسته منظره. ۰۳/۱۰/۲۰۱۳
پښتونخوا: د هنګو ضلعې په سپین ټل کې د تحریک طالبان پاکستان د ځانمرګي برید وروسته منظره. ۰۳/۱۰/۲۰۱۳

په هنګو کې د وسله والو طالبانو پر بله طالب ډله بريد دا څرګندوي چې دا د اسلام نه بلکې د طاقت د ترلاسه کولو جګړه ده.

د خېبر پښتونخوا په هنګو کې د زيارت په ورځ د وسله والو طالبانو يوې ډلي د يو بل طالب قومندان ملا نبي حنفي پر ډلي بريد کړی چې پکې يوولس کسان وژل شوي او نهه نور زخميان دي. تحريک طالبان پاکستان د بريد ذمه واري قبوله کړې ده.


دا لومړی ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو د ډلو په مينځ کې نښتي شوی دي. تر دي وړاندې په خېبر ايجنسۍ، کورمه، اورکزو او جنوبي وزيرستان کې هم ورته پېښې شوي دي.

د وسله والو ډلو پر يوه بل شوو بريدونو ته په کتو سره د قبائلي سيمو د امنيت پخوانی سيکټر بريګيډيئر محمد شاه وايې، دغه ډول ځانمرګي بريدونه د وسله والو طالبانو هغه تضاد په ډاګه کوي چې دا دعوا کوي چې دوی عام خلک او حکومتي چارواکي ځکه وژني چې شريعت غواړي او د دې لپاره ځانمرګي بريدونه او د مخالفينو وژنه له اسلامي پلوه جائزه ده.

نوموړی وايې، په هنګو کې د وسله والو طالبانو پر بله طالب ډله بريد دا څرګندوي چې دا د اسلام نه بلکې د طاقت د ترلاسه کولو جګړه ده.

( لکه څنګه چې دوی د طاقت د ترلاسه کولو لپاره نور خلک وژني او د اسلام نوم استعمالوي هم دغسې دوی پخپلو کې هم سره وژني. د دوی په سوچ او اسلام کې ډیر زيات تضادات دي. عام مسلمانان او دينی عالمان اوس په دې خبره پوه دي.)

ډيری کارپوهان دا فکر کوي چې وسله وال طالبان د يوې سيمي د کنټرول او د خلکو د زړونو او ذهنونو د ګټلو لپاره په يوه سيمه کې په لومړي سر کې اسلام او شريعت د يوې وسيلې په توګه استعمالوي خو چې کله وا ک په لاس کې واخلي نو بيا د مذهب برعکس فعاليتونه پيل کړي. بريګيډيئر محمود شاه هم يو له دغو کارپوهانو څخه دی.

( کله چې دوی پوره طاقت نه وو ترلاسه کړی نو هغه وخت به يې پروپيګنډه کوله چې دوی د اسلام لپاره مبارزه کوي خو وروسته بيا دوی په ښکاره ميدان ته راووتواو اوس عام خلک بيخي دا سوچ نه کوي چې ګواکې دوی پر حق دي. کله چې خلک ږغ نه کوي هغه په اصل کې له دوی څخه وېرېدلي دي او د طالبانو پخپلو کې دغسې جګړه د عادي خلکو دا عقيده نوره هم پخوي چې طالبان پر غلطه لاره روانه دي)


ځينې کارپوهان بيا د وسله والو ترمينځ کيدونکو جګړو ته په پام سره د دې يو بل اړخ رابرسيره کوي. دوی وايې، په پاکستان کې په لسګونو سياسي ګوندونه شتون لري او له يو بل سره سخت نظرياتي اختلاف د بحث مباحثو له لاري هواروي. خو د دوی په خبره د دې برعکس وسله وال طالبان نه يوازي له نورو مخالفينو بلکې پخپل مينځ کې شته اختلاف حل د ټوپک د شپلی له لاري راباسي. د سياسي چارو کارپوه خادم حسين وايي، د وسله والو دغه جنګي خوی بوی ته په کتو سره دا نتيجه مخي ته راځي چې طالبان د پاکستان د سياسي ګوندونو يو متبادل نشي کېدلای.

( زما په خيال دا بيخي امکان نلري چې د اورپکو ډلو يا ورسره تړلي خلک دې د سياسي ګوندونو متبادل جوړ شي ځکه دوی دا عقيده نلري چې ګواکې د تهذيبي ارتقاء په تناظر کې څيزونو ته د کتلو بېلا بېل نظرونو کیدلای شي. اورپکي فکر کوي چې کوم نظر زما دی هم هغه پر حق دی او څوک چې له دې سره اختلاف کوي تر څو هغه له مينځه وړل شوی نه وي دا مسئله نشي حل کيدلای.)

ځيني کارپوهان وايې، له وخت تيريدو سره سره د وسله والو طالبانو مفکوره د تضاداتو ښکار شوې ده او هم دا وجه ده چې ورځ پر ورځ په خلکو کې د دوی پر ضد کرکه مخ په زياتيدو ده.

پښتونخوا: د سپین ټل سیمه کې تحریک طالبان په برید کې وران شوی جومات.
پښتونخوا: د سپین ټل سیمه کې تحریک طالبان په برید کې وران شوی جومات.


پښتونخوا: په سپین ټل کې د تحریک طالبان پاکستان په ځانمرګي برید کې وران شوی جومات.
پښتونخوا: په سپین ټل کې د تحریک طالبان پاکستان په ځانمرګي برید کې وران شوی جومات.
XS
SM
MD
LG