د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن: له بریده پس د دوستۍ دروازه وتړل شوه


د پاکستان ملیشه ځواکونو وايي په دې برید کې د دوي د يوه سرتېري په شمول شپږ تنه ووژل شوو، او د پنځو نورو سرتيرو په شمول يې يوولس تنه ټپیان کړل.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د غځېدلې ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بلوچستان له سرحدي ښار چمن سره پر دوستۍ دروازه د چارشنبې پر غرمه د بمي چاودنې چې ملیشه ځواکونو کې ځانوژونکی برید بولي د لږ تر لږه شپږ تنه وژل کېدو او د لسو نورو له ژوبلېدو پس دروازه د تګ راتګ لپاره تړل شوېده.


په کوټه کې د ملیشه ځواکونو ویاند له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې ځانمرګی بریدګر له افغانستانه د پاکستان و غاړې ته د خره په يوه ريړۍ کې را اوښتی، او دروازې ته څېرمه یې ځان والوزولی.

چمن: پر دوستي وره له مشکوکه ځانمرګي بریده وروسته یو ژوبل تن هېلي کاپټر ته وړل کېږي. ۰۲/۱۰/۲۰۱۳.
چمن: پر دوستي وره له مشکوکه ځانمرګي بریده وروسته یو ژوبل تن هېلي کاپټر ته وړل کېږي. ۰۲/۱۰/۲۰۱۳.
د پاکستان ملیشه ځواکونو وايي په دې برید کې د دوي د يوه سرتېري په شمول شپږ تنه ووژل شوو، او د پنځو نورو سرتيرو په شمول يې يوولس تنه ټپیان کړل.

د چارشنبې په غرمه تردې برید سمدستي وروسته د پاکستان او افغانستان پر پوله د دوستۍ ياده دروازه د خلکو او هر قسم موټرو پر مخ وتړل شوې، چې هم نن د پنجشنبې (زیارت پر ورځ) هم تړل شوې ده.

د دروازې تر بندېدو وروسته پر پوله د خلکو له تګ راتګ سره سره د ناټو اکمالاتي او د افغان ټرانزټ ټریډ ګڼې موټرې دواړو غاړو ته بندې ولاړې، چې خلک يې له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

صمد خان چې پر پوله تجارت کوي، له چمنه يې په ټیلي فون مشال راډيو ته خپلې ستونځې بیان کړې.

؛ مشکلات خو بېخي زیات دي. څوک له دې خوا ځي، و افغانستان ته او څوک بیا له هغې خوا راځي. هغوی ټول اوس له ستونځو سره مخامخ دي. نه يواځې خلک تګ راتګ نشي کولاي بلکې موټرې هم بندې دي. پرون هم تر غرمې وروسته دروازه بنده شوه او نن هم بنده ده. د دروازې دواړو غاړو ته د ناټو له اکمالاتي موټرو سره سره د ټرانزټ هم بیخي زیاتې موټرې ولاړې دي. او هيڅ څوک هم نشي کولای چې لاړ یا راشي؛.

د پاکستان او افغانستان پر پوله ددې ځانمرګي برید مسوولیت تر رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی، خو تر دې وړاندې په همدې دروازه د ورته بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو قبول کړی وو.

تردې وړاندې د روان میلادي کال د جولاي په مياشت کې هم د دوستۍ په دې دروازه دوه بریدونه شوي وو، چې د افغانستان او پاکستان له ملکي وګړيو سره سره يې د دواړو هیوادونو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.
XS
SM
MD
LG