د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو مبارزه چې خبرې پوښښ نه ورکول کيږي


په تيرو درو کلونو کې په سلګونه آزادي غوښتونکي بلوڅ سياسي مبارزه کوونکي، زده کوونکې، او ليکوالان تر تښتولو وروسته وژل شوي دي

رويټرز خبرې اژانس د بلوڅ بېلتونپالو د تښتونو او وژنو په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په تيرو درو کلونو کې په سلګونه آزادي غوښتونکي بلوڅ سياسي مبارزه کوونکي، زده کوونکې، او ليکوالان تر تښتولو وروسته وژل شوي دي چې د بلوڅو فعالينو په وينا دا عمل د دې څرګندونه کوي چې د پاکستان پوځ په منظم ډول د دوی د ځپلو او غږ ټيټولو لپاره دغه لاره خپله کړې ده.


مېتيو ګرين په رويټرز خبرې اژانس کې د راپور په سر کې د يو بلوڅ خبريال عبدالرزاق بلوڅ کيسه راخيستې او ليکي، نوموړي به هره شپه د ماخستن تر ډوډۍ وروسته په توار نومې ورځپاڼه کې کار کاوی چې د کراچي په يوه شاته پاتې سيمه کې يې يو زوړ دفتر درلودی. تر کار کولو وروسته به ۴۲ کلن رزاق بلوڅ د شپې پر دوې بجې پر خپل موټر سايکل بېرته کور ته تلی. راپور ليکي، د مارچ په مياشت کې يوه شپه نوموړی له کار څخه کور ته نه راغلی. د ده موايل ټليفون هم بند و او موټر سايکل يې هم ورک و. د نوموړي کورنۍ له پوليس او د هسپتال له چارواکو سره اړيکه ونيول او بيا وروسته يې په لياري سيمه کې له خپلو ګاونډيانو څخه پوښتنې وکړې. د کوڅې خلکو ورته وويل چې هغه تښتول شوی او په وروستي ځل په داسي حالت کې وليدل شو چې پر سر او مخ يې څادر پېچلی و او په زوره يو ګاډي ته ننه ايستل کېدی.

د رزاق بلوڅ خور سعيده سربازي دوې مياشتې وروسته رويټرز ته بې له څه ډول شکه وويل چې ورور يې د پاکستان استخباراتي ادارو پورته کړی دی. نوموړي زياته کړه چې دا موضوع د بم د يو خول غوندي ده او هيڅوک نه غواړي چې دې ته لاس وړي ځکه چې خلک ويريږي چې داسي نه استخباراتي ادارې تاوان ور ورسوي.

رويټرز ليکي، د اګست پر ۲۱مه نېټه د کراچي په سرجاني سيمه کې د عبدالرزاق بلوڅ مړی وموندل شو چې لاسونه يې تړل شوي و. د نوموړي ملګري باور لري چې رزاق بلوڅ په توار ورځپاڼه کې د بلوڅو بېلتون پاله کمپاين ته د ځای ورکولو په لړ کې تښتول شوی او وژل شوی دی. رويټرز پرمخ ليکي، په تيرو درو کلونو کې په سلګونه آزادي غوښتونکي بلوڅ سياسي مبارزه کوونکي، زده کوونکې، او ليکوالان تر تښتولو وروسته وژل شوي دي چې د بلوڅو فعالينو په وينا دا عمل د دې څرګندونه کوي چې د پاکستان پوځ په منظم ډول د دوی د ځپلو او غږ ټيټولو لپاره دغه لاره خپله کړې ده چې پوځ يې ردوي. د رزاق بلوڅ د وژنې په اړه چې کله د پاکستان د امنيتي ادارو له چارواکو سره خبره وشوه نو هغوی د تېر په څېر دا تورونه رد کړل.

اژانس ليکي، بلوڅ ياغيان او پاکستانی پوځ دواړه په بلوچستان کې په جګړه کې تورن دي. په اوسنيو کلونو کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم ويلي چې بلوڅ بېلتون پاله وسله والو د پنجاب صوبې په سلګونه وګړي وژلي چې له ډېره وخته په بلوچستان کې مېشت وو. بلخوا بيا بلوڅان وايي چې سرحدي ځواک اېف سي پر دوی لاقانونه چاپې وهي، کورونه يې ورسوځوي او تر تښتولو وروسته يې خراب شوي مړي غورځوي.

اژانس زياتوي، د يوې اوږدې مودې له پامه تر غورځولو وروسته په بلوچستان کې د سرغړونو د تورونو غږ اورېدل پېل شوی. د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمد چودري تېر کال د خلکو د لادرکه کېدو په اړه يو شمېر اورېدنې وکړې او د اېف سي مشر يې عدالت ته راوغوښتی. بلخوا د هيواد د نوي وزيراعظم نواز شريف حکومت هم په لاقانونه توګه د خلکو د وژنو د تورونو په اړه خبرې اترې پېل کړي دي. بلخوا د بلوچستان نوی وزيراعلی عبدالمالک بلوڅ وايي چې پر امنيتي ادارو يې د بشري حقونوود سرغړونو د درولو غږ کړی چې دا ډول له ياغيانو سره خبرې اترې پېل کړای شي.
XS
SM
MD
LG