د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب غوماشي په کبانو وژني


د ډینګي وایرس غوماشی
د ډینګي وایرس غوماشی

په راپور کې د صوبايي چارواکو په حواله ويل شوي چې سږ کال يې د تيلاپيا په نوم ۱.۶ مليونه کبان، د باراني اوبو په ډنډونو کې، پرېښي دي.

له بريتانيا خپرېدونکې (دي ګارډين) ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي چې په پاکستان کې د پنجاب صوبې حکومت د کبانو په وسيله د ډينګي ماشو وژلو يو کمپاين پيل کړی دی.


په راپور کې د صوبايي چارواکو په حواله ويل شوي چې سږ کال يې د تيلاپيا په نوم ۱.۶ مليونه کبان، د باراني اوبو په ډنډونو کې، پرېښي دي.

دې چارواکو ادعا کړې چې د خپل دغه کمپاين له لارې د ډينګي وايرس د له مينځه وړلو په برخه کې تر ډېره بريده بريالي شوي دي.

راپور زياتوي، د پنجاب حکومت، له هغې وروسته چې په ۲۰۱۱ م کال کې ډينګي ماشو زرګونه پاکستاني وګړي وچيچل او ورڅخه شاوخوا ۳۰۰ خلک مړه شول، د ډينګي ناروغۍ د له مينځه وړلو په موخه پراخې هڅې پیل کړې دي.

ورځپاڼې په پنجاب حکومت کې د کب ساتنې ادارې د مشر ډاکټر محمد ايوب خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د کيميکلو پر ځای د کبانو په وسيله د ډينګي ماشو تلف کول زيات ګټور دي. د ده په خبره، پر دې سربېره چې کيميکل چاپېريال زهرجنوي، باران چې پرې وشي، اثر يې هم زايل کيږي.

د راپور له مخې، د پنجاب حکومت دغه کبان د صوبې هغو سيمو ته لېږدوي چيرته چې د پشکال په موسم کې د باراني اوبو ډنډونه جوړيږي.

د صوبې د صحت محکمې تخنيک کاران په کال کې دوه درې واره د باراني ډنډ اوبو نمونې ټيسټ کوي او د ضرورت مطابق تيلاپيا کبان په کې پرېږدي.

د ورځپاڼې په راپور کې دغه راز ويل شوي، په پنجاب حکومت کې د کب ساتنې ادارې د کبانو د دغه ځانګړې قسم د يوه زياته اندازه پاللو په برخه کې د پام وړ هڅې پيل کړې دي.

د پنجاب حکومتي چارواکي وايي، دغو هڅو يې، له دې امله چې د ۲۰۱۱ م کال د ډينګي ناروغۍ د ۲۰۰۰۰ کيسونو په مقايسه سږ کال يوازې تر ۱۰۰ پور کيسونه رپورټ شوي، رنګ راوړی دی.

د پنجاب صوبې د کب ساتنې ادارې مشر محمد ايوب ورځپاڼې ته ويلي، مخکې به خلکو د ډينګي ماشي له ويرې د ماښام پر وخت له کوره د باندې کښېناستلو ته زړه نه ښه کاوه، خو اوس يې کوي، ځکه چې دغه ماشي نور له مينځه تللي دي.
XS
SM
MD
LG