د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوله زنده اباد


تاریخ ته لکه چې یوازې سپین پښتون ورپاته دی چې تر تېغ یې باسي؟ که یې د اوسپینې غوندې کلکوي؟ رنځور ترې جوړوي؟ او که یې له ناروغیو پخوي؟

د پښتونخوا لرغونی او تاریخي ښار پېښور چې ورته د ګلونو ښار ویل کېږي، خو د ترهګرۍ راټوکېدلو څپو په کې د دې وطن ښکلي وګړي داسې په بېدردۍ ورژول لکه پر شنو زرغونو ونو چې د مني ځول راشي.


د ویرلړلو کورونو په انګړونو کې د مني ماځیګري له سپېرو بادونو او رژېدلو پاڼو سره یو ځای پر ګوډ مات ولس د بېچارګۍ یو تور څادر غوړولی دی. ګڼ یې لکه مات وزري بازان د هسک الوت له همته لوېدلي ښکاري.

د سپین پښتون بېړۍ توپاني سیلیو داسې پر مخ اخیستې لکه چې سمندر ته هم تش دا ورپاتې ده چې بیا بیا یې د ناکرده ګناهونو په سزا کله ټټر کله څنګل په خپلو خوني پنجو ورپږي او ژوبلوي.

تاریخ ته لکه چې یوازې سپین پښتون ورپاته دی چې تر تېغ یې باسي، که یې د اوسپینې غوندې کلکوي؟ رنځور ترې جوړوي؟ که یې له ناروغیو پخوي؟ د جنګ بټۍ ته یې ټېل وهي؟ او که یې د امن او سولې کورګي ته بیايي؟

د نړۍ ګڼو ولسونو په پېړیو پېړیو جنګونه کړي خو پایلوري ته هم تللي دي. سپین پښتون هم یو داسې پایلوبې او پایلوري ته څار باسي چې د خټو له کوره یې نور په یبلو پښو ماشومان د خپل کلي ښوونځي ته بې له ویرې او ترهې زدکړو ته بسته په شا روان وي. چې نه یوازې د خپلې مورکۍ او پلار جان د ستړي ژوند هوساینه شي بلکې د خپلو خویندو او وروڼو د روڼ سباون یو هسکین ستوری شي.
XS
SM
MD
LG