د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: د یوې کورنۍ ۱۸ تنه خاورو ته وسپارل شول


پښتونخوا: د یوې کورنۍ ۱۸ تنه مړي خاورو ته وسپارل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پښتونخوا: د یوې کورنۍ ۱۸ تنه مړي خاورو ته سپارل کېږي.

د خېبر پښتونخوا په شوکدر کې د کوچي بابا مټه مغل خېلو کلي په هدیره کې ۲۱ قبرونه کېندل شوي ول، چې په کې د یوې کورنۍ ۱۸ تنه ښخ کړل شول.

خېبر پښتونخوا په شوکدر کې د کوچي بابا مټه مغل خېلو کلي په هدیره کې ۲۱ قبرونه کېندل شوي ول، چې پرون ناوخته یې په کې د پېښور کیسه خوانۍ په چاودنه کې وژل شوي د یوې کورنۍ اتلس تنه خاور ته وسپارل.


د لېډي ریډنګ روغتون ویاند جمیل شاه وايي، په دې پېښه کې په یوه سوزوکۍ کې سپاره د یوې کورنۍ اتلس تنه هم وژل شوي چې پېښور ته د واده لپاره ورغلي ول.

دی زیاتوي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او ۳۱ سړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف له خوا د قامي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت وویل، یوازې او یوازې خبرې اترې د سختدریځۍ او نا امنۍ د مسلې حل دی.

نوموړې وویل، یو شمېر ډلې سرګرمې شوې دي چې په پاکستان کې امن ته تاوان ورساوه.

لېډي ریډنګ روغتون ته ورغلیو کسانو وویل، دوی امن غواړي. یوې ښځې په بیا بیا د امن غږ کاوه او ویل یې چې که حکومت امنیت نه شي ټینګولای نو استعفا دې ورکړي.

دې زیاته کړه چې په پښتونخوا کې ډېرې غیرتي ښځې شته دي چې مسلې حل کولای شي.

د قصه خوانۍ په دې پېښه کې ۱۵ داسې کسان وژل شوي دي چې د یوه کلي دي.

دا کسان د مټې مغل خېلو شبقدر اوسېدونکي دي.

په دوی کې ۱۳ د یوې کورنۍ غړي دي.

د دې کورنۍ غړي سرتاج په ژړغوني غږ مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ده خویندې، مور، ښځه، ترور زوی، ورور او دوه زامن وژل شوي دي.

سرتاج وژل او و یې ویل: ((یو مې د ترور زوی دی، یو مې ورور دی. حماد مې زوی دی او جنید مې زوی دی، دا ټول مړي دي.))

دی وايي، د ده د ورور واده وو او د کورنۍ غړي پېښور ته ورغلي ول چې خپل خپلوان واده ته وروغواړي.

سرتاج وژړل او زیاته یې کړه چې د حماد عمر نهه کاله وو.

د کورنۍ یوه بل غړي وویل دی نه پوهېږي چې څومره کسان وژل شوي دي.

د مټې مغل خېلو کلي یو قبر کنونکی چې بهادر نومېږي وویل، لومړی ورته وویل شول ۱۲ کسان وژل شوي دي. بیا ورته وویل شول چې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

ده وویل، د قبرونو په کنلو (کیندلو) ستړی شوی دی.

دی زیاتوي، نه پوهېږي چې نور به څومره مړي کلي ته ور وړل شي.

تر اوسه د قصه خوانۍ د پېښې پړه چا نه ده منلې.

د یادونې وړ ده چې په تېره شا و خوا یوه اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې په پېښور کې چاودنې کېږي چې په کې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل دي.


د مشال خبریال شاهنواز یې په اړه راپور لري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG