د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له وړاندې ځپلي، زلزلې نور وځپل"


خلکو په خپله مړه او ژوبل کسان له ملبو راوېستلي دي، دا څومره ګرانه ده چې دغه خلکو ژوبل کسان پر موټرسايکلو کراچۍ او نورو اسپتالونو ته وړي


د ايکسپريس ټريبيون يو خبريال محمد سمير چې د بلوجستان زلزله ځپلو سيمو ته تللی دی له هغه سره د مشال راډيو همکار اسرار عالم مومند مرکه کړی او په سر کې يي ترې پوښتلي چې زلزله ځپلې سيمې څه تصوير وړاندی کوي .


ماشومان د لوګیو له لاسه تګ ژړ اوښتي دي، موږ ته راغلل او ويل کاکا له موږ سره د څکلو اوبه نشته ، که تا دغه ماشومان وليدل، نو زړه به دې له خپګانه وچوي، ته به دا سوچ کوې چې دا خلک په څه ژوندي دي، ټول ټول کلي له ځمکې سره اوار شوي دي ، ته به وایې ګنې دلته له سره کورونه نه ول ، هرڅه اوار شوي دي. ژوندي پاتې شوي خلک چې تر شنه اسمان لاندې ناست وو، ويل يې له موږ سره د خوراک څښاک کوم شيان وو، کټونه وو، هغه تر کنډکپرو لاندې شوي دي. خو د دوی په خبره موږ هېڅ پرواه نه کوو ځکه چې له وړاندې زموږ ژوند دغسې تېريدو ، له وړاندې له موږ سره د ژوند بنيادي سهوليات نه ول.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


اواران او هغه سيمې چرته چې زلزله راغلې دغه سيمو ته کوم حکومتي چارواکي يا مرستندويه ادارې تللې دي که څنګه؟

تر اوارن ښاره تګ اسان دی خو چې کله له کراچۍ څخه اواران ته ورسيږې نو بيا له هغې وروسته چې کوم کلي راځي هلته په دې پنځو ورځو کې هېڅوک نه دي تللي، نه خو حکومتي چارواکې او مرستندويه اداری هلته تللي او نه غېر سرکاري مرستندويه ادارې د حکومت له اجازته بغېر هلته تللای شي، خلکو په خپل مټ مړه او ژوبل کسان له ملبو (کنډکپرو ودانیو) راوېستلي دي، دا څومره ګرانه خبره ده چې دغه خلکو سخت ژوبل کسان په موټرسايکلو کراچۍ او نورو اسپتالونو وړي وو.

اواران او شاوخوا سيمې کېچ، خضدار، خاران، ګوادر، پنجګور او چاغي سيمې ويل کيږي چې په دې کې د ملت پالو بلوڅو مرکزونه دي او د مرستندويه کارونو په لارو کې خنډونه اچوي دې کې څومره حقيقت دی؟

موږ په ټولو کلو کې وګرځېدو خو موږ يو وسلوال هم ونه ليدو، دا لومړی ځل وو چې موږ اوارن ته لاړو ، که څه هم موږ ته ويل شوي وو چې د بلوڅو په لباس کې لاړ شی، خو زه خپله په پېنټ شرټ کې لاړم ، د هغه ځای خلکو موږ ته ويل تاسو زموږ ميلمانه یاست، ته زموږ د ښېګړې لپاره راغلې یې، موږ به ولې تاسو ته نقصان درسوو ، هغوي موږ ته وويل کچېرې کومې قامي يا بېن الاقوامي غير سرکاري مرستندويه ادارې دلته راتلل غواړي نو موږ به يي هرکلې کوو. ته ماته ووايه چې د شپېتو کالو يو سپينږيری او د ۱۲ کالو يو ماشوم څنګه اورپکی کېدای شي.

د بلوچستان زلزله ځپلي ماشومان
د بلوچستان زلزله ځپلي ماشومان


XS
SM
MD
LG