سرچینه: ډان ورځپاڼه
ژباړه: شاهین بونیری
په ډان ورځپاڼه کې لیکوال لطیف همداني لیکلي، د ۱۹۹۷ د تره ګرۍ ضد قانون کې په دې غرض د بدلون خبرې کېږي چې نور هم قوي شي او د تره ګرۍ مخ نیوې وکړي.
له دې کبله دا ضروري ده چې دا وکتل شي چې په دغه قانون کې د تره ګرۍ د مخ نیوي کوم مېکنېزم ورکړل شوی او سره د دې قانون تره ګري ولې ډېره شوی؟
لیکوال لیکي، دغه قانون د یو خاص مقصد له پاره جوړ شوی وو او هغه وو د تره ګرۍ او فرقه ییز تشدد مخ نیوی او په لویو جرمونو کې د ککړو خلکو د مقدمو په تېزۍ سره فیصله کول.
په دې قانون کې د تره ګرۍ تعریف ددغه قانون د شپږمې مادې د لاندې شوی چې ډېر پراخه دی او د ریاست له خوا د خلکو له ځورولو واخله، تر په ټولنه کې د نا امنۍ پیدا کولو د هر عمل احاطه په کې شوی ده.
خو کله چې هم ددې عملي کولو وخت راغلی موږ لیدلي چې په خپل مرام تر سره کولو کې ناکامه شوی دی.
لطیف همداني لیکي، باید د تره ګرۍ تعریف مختصر او کره کړل شي لکه پیل له دې وشي چې په تره ګرۍ کې یوازې د تشدد هغه کارونه شامل کړل شي چې د ولس او ولسي چارواکو پر ضد وي.
بې له دې چې د تشدد کوم شکلونه دي هغه دې د قانون عادي نظام ته وسپارل شي.
لیکوال په پاي کې لیکي چې د تره ګرۍ ضد عدالتونو د سا اخستو موقعه نه وي ورکړل شوی تر هغې د تره ګرۍ ضد قانون کې د بدلون له پاره ټولې هلې ځلې څه فایده نه لري.
په موجوده وخت کې چې د کومې خبرې ضرورت دی هغه د یو داسې قانون موجودګي ده چې په خاص توګه د تشدد هغه کارونه او بریدونه په نښه کړي چې په سیاسي بنیادونو په ټولنه کې د وېرې ترهې پیدا کولو له پاره ترسره کېږي.