د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا سکریټرېټ پر بس چاودنه ۱۷ مړه ۴۳ ژوبل


بس کې چاودنې د پښتونخوا ګڼ سرکاري کارکنان ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

بس کې چاودنې د پښتونخوا ګڼ سرکاري کارکنان ووژل شو

په دې بس کې د پښتونخوا سیکریټرېټ ملازمین سپاره ول چې اکثریت یې د چارسدې اوسېدونکي دي.

د پېښور په چارسده روډ نن د سرکاري ملازمينو په يو بس کې د چاودني په نتيجه کې لږ تر لږ ۱۷کسان وژل شوی او تر ۴۳زيات ژوبل شوي دي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خېبر پښتونخوا ای جي ناصر درانی وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې دا یو ریوټ کنټرول بمي چاودنه وه، د ده په خبر بم چې نژدې شپږ کلوګرامه وو، د بس له وروستۍ برخې سره لګول شوی وو او ریموټ کنټرول یې الوځولی دی.

((په دې بس کې د پښتونخوا سیکریټرېټ ملازمین سپاره ول چې اکثریت یې د چارسدې اوسېدونکي دي. چاودنه د ورځې خواشا دولس نیمې بجې شوې ده. دا یو ډېر دردونکې پېښه ده، مېډیا، ولس او موږ ټول باید دغه ډول پېښو ته په بهادرۍ سره مخامخ شو.))

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


له ای جي ناصر دراني وپوښتل شول چې یونیم کاله وړاندې پر همدې چارسده سړک دغه ډول د سیکریټرېټ کارکونکو پر یوه بس چاودنه وشوله، نو له هغه وروسته حکومت د دغه ملازمینو د حفاظت لپاره څه ګامونه اخیستي دي.؟

ای جي په جواب کې وویل:

((چې دا وخت یوازې له ترهګرو سره دا خوښه دي چې هغوی خپل برید څنګه او څه وخت وکړي. او دا وخت د دې خبرې ضرورت دی چې موږ ټولو ته د دغه ډول پېښو پر وړاندې یو حکمتعملي او کړنلاره جوړول غواړيو چې څنګه د ترهګرو پېښو مخه ونیسو. ټول باید خپل کردار ترسره کړي، ټرانسپورټران هم باید ذمه وار وګڼل شي، چې خپل ګاډی یا بس تر روانېدو مخکې سم وپلټي. ځکه چې په بس کې یې ګڼ خلک سپاره وي، د هغوی ژغورنه او حفاظت په کار دی. په دنیا کې له هېڅ پولیس سره دومره وسایل نه وي چې هغوی دې د هر ځای تلاشي وکړي.))

ای جي ناصر دراني وویل په صوبه کې ځېنې داسې سیمې دې چې بیا بیا له خطر سره مخامخېږي، د هغو د حفاظت لپاره به ځانګړي ګامونه اخلي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د ژغورنکې ادارې يو چاروکی وايي، په دغه بس کې د سيکریټريټ څه باندې ۶۰ ملازمين سپاره ول. د ده په وينا د مړو شمېره زياتېدای.
XS
SM
MD
LG