د پېښور په چارسده روډ نن د سرکاري ملازمينو په يو بس کې د چاودني په نتيجه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوی او تر شلو زيات ژوبل شوي دي. خو په پاکستان کې ګڼې رسنۍ د مړیو شمېره اوولس تنه ښيي.
د ژغورنکې ادارې يو چاروکی وايي، په دغه بس کې د سيکریټريټ شاو خوا ۶۰ ملازمين سپاره ول، او روغتون ته يې شپږ مړي وروړي دي.
د ده په وينا د مړو شمېره زياتېدای.