د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: زلزله ځپلي هېڅ سرپنا نه لري


په پروار کې ۹۵ فیصده کورونه زیانمن شوي دي. او تر اوسه پورې د حکومت له لوري يو کس هم دلته نه دی راغلی او نه هم د غیر دولتي موسسو څوک راغلي دي.

د بلوچستان په زلزله ځپلو سیمو کې د اوسېدونکو په خبره مرستندويه ډلې لا هم نه دي ورسېدلې، او زیاتوي، له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ دي.


اواران چې دې زلزلې تر ټولو زیاته متاثره کړې، د همدې سیمې يوه اوسېدونکي عبدالطیف پر مشال راډيو ته وویل د حکومتي ادعاو باوجود دوی ته هېڅ مرستې نه دي ورسېدلې. دا چې هلته په سیمه کې څه حالات دي؟ عبدالطیف يې په ځواب کې وویل:

؛ په اوارن کې تر زلزلې وروسته لا هم تر شنه آسمان لاندې په ګرمۍ کې وخت تېروي. ډېری کورنۍ چې د خپل کور غړي يې په دې زلزله کې مړه شوي، هغوی لا هم په هم هغه غم کې دي. او تر کومه ځايه چې د امدادي کارونو حال دی، نو هغه بالکل د نيشت برابر دي؛.

د اواران د پروار سیمې يوه بل اوسېدونکي بشير احمد مشال راډيو ته وویل په پروار او شاوخوا سیمو کې لا هم داسې کلي شته، چې خلک تر کنډکپرو ودانیو لاندې دي، او د ده په خبره کلیوال او د سیمې خلک پخپله د دې خلکو په رااېستلو بوخت دي، خو نه هم حکومتي مرستندويه ډلې شته او نه هم غیر دولتي.

؛ دلته په پروار کې پنځه نيوي فیصده کورونه زیانمن شوي دي. او تر اوسه پورې د حکومت له لوري يو کس هم دلته نه دی راغلی او نه هم د غیر دولتي موسسو څوک راغلي دي. ټول خلک تر آسمان لاندې ژوند تېروي. له هغوي سره نه خیمې شته او نه هم د خوراک لپاره څه لري، مانا هېڅ هم ورسره نه شته؛.

د اواران د زلزله ځپلو دا ستونځې مو په کوټه کې د قدرتي آفتونو پر وړاندې مبارزې صوبايي ادارې مشر حافظ باسط مخې ته کښېښودې. چې ولې لا هم زلزله ځپلو سیمو ته هېڅوک نه دي رسېدلي؟ باسط يې په ځواب کې وايي:

؛ دا خبرې سمې نه دي، هلته بالکل امدادي ډلې رسېدلي دي. د هم هغو سیمو افسران هلته موجود دي، بلکې له نورو شاوخوا سیمو څخه هم خلک د مرستې لپاره وررسېږي؛.

که څه هم حافظ باسط وايي امدادي ډلې او کارکوونکي هلته رسېدلي دي، خو د بلوچستان د حکومت ویاند جان بليدي د جمعرات په شپه په خبري غونډه کې دا تاييد کړه، چې ځېنو سیمو ته لا هم امدادي ډلې نه دي رسېدلې، چې لامل يې د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه یاده کړل. او هم يې له بېلتونپالو وسله والو ډله خواست وکړ، چې په امدادي ډلو دې بریدونه بند کړي، تر څو د ده په خبره ټولو زلزله ځپلو ته امداد پر وخت ورسېږي.

اواران کې له زلزلې یو ژوبل تن تر شنه اسمان لاندې پروت دی
اواران کې له زلزلې یو ژوبل تن تر شنه اسمان لاندې پروت دی


په اوران کې زلزلې یو کور کنډکپر اړولی
په اوران کې زلزلې یو کور کنډکپر اړولی
XS
SM
MD
LG