د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومانو جنسي روغتیا نصاب تیار شو


د لاهور جامعه نعيميه مشر راغب حسين نعيمي وايي، دا تعليم ورکول په کار دی چې ماشومانو ته ښه او بد پيژندګلو وشي.

يوې غير سرکارې ادارې حيات لايف لاين د پاکستان حکومت او عالمانو په مرسته له لسو تر پنځلس کالو عمره ماشومانو لپاره د جنسي صحت په اړه په وړومبي ځل نصاب جوړ کړي دي د کوم مقصد چې ماشومانو ته د جنسي صحت په اړه رسمي علم ورکول دی.


د حيات لايف لاين وياند ناصرغفور مشال راډيو ته د دې پحقله وويل چې د يو لوی طريقه کار او د دريو تحقيقونو نه پس د دوی ادارې دا نصاب تيار کړو.

مشال راډيو سره په خبرو کې ده زياته کړه چې کله ماشومان لویېږي نو د هغې سره هم مسلې وې او نه صرف هغې په بدن کې بلکه نفسياتي تبديلې په کې هم راځي.

دی وايې دا نصاب چې د پاکستان مستنده عالمانو په مشرې کې تيار شوی دی د دوه قسمه عمرونو ماشومانو لپاره دی چې په کې له لسو تر دولس او له ديارلسو تر پنځلس کاله پورې ماشومان دي.

دی زياتوي چې په دې عالمانو کې د جامعه حقانيه مولانا سميع الحق ، د جامعه بنوريه مفتي نعيم، جامعه نعيميه راغب حسين نعيمي او دغه رنګ مفتي منيب الرحمان او مولانا حافظ طاهر اشرفي هم شامل دي.

د ده د وينا سره سم چې دې نصاب په اړه به استاذانو ته تربيت هم ورکول کېږي چې څنګه به په مناسبه طريقه هغوی دا تعليم ورکوي.

"پدې لړ کې زموږ ادارې نصاب تيار کړو. موږ د پاکستان حکومت تعليمي ادارو سره مفاهمتي ياد داشتونه هم لاس ليک کړي دي. داسي مواد اول نه هم په کتابونو کې شته خو دا نور هغه به به يې په بيالوجي، فزکس او نورو مختلفو کتابونو کې لږ لږ شامل کړو چې ماشومانو ته تعليم هم ترلاسه شي او په هغوی بوج هم رانه شي نو د حکومت په مرسته به دا نصاب کې شامل شي"

د لاهور جامعه نعيميه مشر راغب حسين نعيمي وايي، دا تعليم ورکول په کار دی چې ماشومانو ته ښه او بد پيژندګلو وشي.

دی وايي، چې اسلامي تعليماتو په رڼا کې په مدرسو کې هم ماشومانو ته دا تعليم ورکول کېږي.

"ماشوم ته دهغه د عمر په لحاظ مختلفو مالوماتو سبق ورکول په کار دی چې د وړوکي عمر ماشوم، لکه پنځه نه تر اتو کالو پورې وي نو هغه ته دا ښودل پکار دی چې ښه او بد احساس څه وي. چې لږ نور لوی شي نو هغه دا مالوميدل په کار دې زه به څنګه د ځان حفاظت کوم او چې بالغه شي او په بدن کې تبديلې راځي نو د هغې په اړه ورته مور اوپلار له مالومات ورکول په کار دې چې د دغې اثراتو نه يې هم خبر وساتي"

د کراچۍ سايکاټرک روغتون مشر او د نفسياتو ماهر ډاکټر سيد مبين اختر وايې چې زموږ په ټولنه کې د دې پحقله د اګاهې ضرورت دې.

"زه د دې په حق کې يمه. کوم سوالات چې ماشومانو په ذهنونو کې راځي نو د هغې حوصله افزايې پکار ده او هغوي چې کوم سوال کوي نو د هغې ورته د عمر مطابق ځواب ورکول په کار دې، خو زه ګڼم چې زموږ په ټولنه کې به دا تسليم نه کړل شي"

د حيات لايف لاين وياند مطابق چې د تجربې په توګه د دوی ادارې د کراچې په مختلفو سکولونو کې دا نصاب ښودلې دې د کوم چې مثبته نتيجې راغلې دي.
XS
SM
MD
LG