د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ډاکټران پر برمته ګرو خرڅېږي


ډاکټر آفتاب کاکړ زیاته کړه،د ډاکټرانو پر وړاندې د دې وضعې تر ټولو لویه وجه یوه دا هم ده چې ډاکټران د تېښتوونکیو لپاره ډېر آسانه هدف ګرځېدلي دي.

بلوچستان کې ډاکټران وایي، لا یې هم د تېښتونې لړۍ دوام لري او زیاتوي، ناڅرګنده کسان ورته دړکې ورکوي چې هغوی یې له وړاندې پر نورو ډلو خرڅ کړي دي،ځکه په تاوان ورکولو دې ځان خلاص کړي.


د بلوچستان ډاکټرانو اتحادیه وایي، د دې وضعې له وجې یو شمېر ډاکټرانو له صوبې او هېواده کډه کولو ته مخه کړېده. بل اړخ ته صوبایي حکومت بیا نظر لري چې په دغه اړه د وضعې برابرولو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د بلوچستان ډاکټرانو اتحادیيې پي-اېم-اې جنرل سیکرټر،ډاکټر آفتاب کاکړ مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې اوس حالات دومره خراب شوي دي چې د دوی د تېښتونې لپاره عجیبه او نوې طریقې کارول کېږي.

"ګڼو ډاکټرانو ته ټیلیفونونه کېږي، چې هغوی دغه ډاکټر پر پلانکۍ ډلې خرڅ کړی دی، ځکه اوس په کار ده چې دی دومره تاوان ادا کړي، ګڼې بیا به په زوره و تېښتول شي. په چمن کې داسې پېښې شوې دي او هلته په دغه طریقه له ډاکټرانو تر ۲۵ لکه زیاتې روپۍ غوښتل شوې دي. یانې اوس تېښتوونکي غواړي چې خپل ځان او ډاکټر دواړو ته آسانتیا ور کړي چې د تېښتونې له خواریو او ستړیو ګاللو پر ځای ښه به دا وي چې ډاکټر هغوي ته له وړاندې پيسې ورکړي"
ډاکټر آفتاب کاکړ زیاته کړه،د ډاکټرانو پر وړاندې د دې وضعې تر ټولو لویه وجه یوه دا هم ده چې ډاکټران د تېښتوونکیو لپاره ډېر آسانه هدف ګرځېدلي دي.

"ډاکټران په دې آسانه هدف دی چې یو خو دوی د ساتنې لپاره دومره امنیتي آسانتیاوې نه لري،لکه څومره چې یې افسرشاهي (بیوروکرېسي) لري.بل دا چې دوي د ټولنې آسانه،مشهوره اوخلکو سره اړیکې ساتونکې ډله ده.هر څوک په دوي خبر وي چې دوي دومره فیس (مریض د څارنې پېسې) اخلي او په ورځ کې دومره مریضان ګوري.د تاجرانو او افسرانو په اړه مالومات دومره په آسانۍ نه وي موجود،ځکه تېښتوونکې ډلې همېش په ډاکټرانو پسې وي"

بلې خوا ته بلوچستان حکومت کې واکمن،پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي مشر او د صوبایي اسمبلۍ غړی،عبېدالله جان بابت بیا وایي،صوبایي حکومت د ډاکټرانو ساتنې لپاره هر څه کولو ته هڅې کوي،خو په دغه اړه صوبایي حکومت تر څنګ،مرکزي حکومت ته هم،د ده په خبره،خپل رول لوبول په کار دی.نوموړي زیاته کړه

"پولیس،لیویز د صوبایي حکومت تر سیوري لاندې کار کوي. تر دغه حده خو موږ هر څه کوو او پر کار لګیا یو. یوازي ډاکټران نه، زموږ هڅه دا ده چې د ټولنې هر وګړي ته ساتنه ورکړو،خو دلته یوه خبره دا هم ضروري ده چې ملېشا او نور مرکزي امنیتي ځواکونه زموږ په کنټرول کې نه دي او هغوي د مرکزي حکومت تر احکاماتو لاندې کار کوي،پکار ده چې مرکزي حکومت د هغوي په اړه خپلۍ ذمه وارۍ په صحیح توګه پوره کړي"

یاده دې وي،له تېرې څه مودې راهیسې بلوچستان کې د ډاکټرانو د تېښتونې لړۍ روانه ده او یوازې سږ کال ۲۰۱۳م کې تر ۷ زیات ډاکټران د پېسو لپاره تېښتول شوي دي.په دوي کې د چارواکیو په وېنا،زیاتره ډاکټران له پېسې ورکولو وروسته خلاس شوې دي،خو د زړو د ناروغیو متخصص،ډاکټر عبدالمناف ترین په څېر ډاکټر لا هم د تېښتوونکیو په بند کې دی.ډاکټران وایي،داسې حالاتو کې تر تېښتونې مخکې د دوي د تېښتونې په اړه پر نورو ډلو د خرڅولو دړکو دوي نور هم له پرېشانیو سره مخامخ کړي دي.
XS
SM
MD
LG