د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست موزیم په بډاینه کې مرسته وکړئ


د خوست موزیم
د خوست موزیم

خوست موزیم کې له موږ سره یو شمیر سکې شته ،چې لرغونتوب يې باختري دورې ته رسیږي، یو کچکول راسره شته، چې په (۲۲۶ ) ه،ش کال کې جوړ شوی دی

د خوست موزیم ته هره ورځ ګڼ سیلانیان د تاریخي اثارو او د لاسي توکو نندارې ته ورځي. د موزیم مسوولین له سیمه والو غواړي، که چیرې هر کس له ځان سره لرغوني اثار او یا ارزښتمن لاسي توکي لري، دوی ته دې وسپاري، چې د خوست موزیم په بډاینه کې مرسته وکړي.


خوست موزیم، چې شاوخوا اته کاله وړاندې تاسیس شو، دا مهال نږدې څلور سوه قلمه بېلابېل تاریخي اثار او ترڅنګ يې د لاسي صنعت توکي لري، چې کتلو او نندارې ته يې ګڼ کسان ،چې زیاتره يې لوستي، محصلان، استادان، زده کوونکي او ښوونکي دي ورځي.

دغه موزیم نږدې ټول د ځايي خلکو په مرسته جوړ شوی او خلکو ورته دا توکي وړیا سپارلي دي. دغه موزیم چې د ټولو خلکو ګډه کلتوري پانګه بلل کیږي، مسوولین یې له خلکو غواړي، چې د دې ملي شتمنۍ په بډاینه کې ورسره مرسته وکړي او هغه توکي، چې تاریخي یا کلتوري ارزښت لري او تر اوسه يې له ځانونو سره ساتلي، خوست موزیم ته دې وسپاري.

داطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت مشال راډیو سره په خبرو کې موزیم یو ارزښتمن کلتوري میراث بولي او وايي، چې په دې سره ځوان نسل د خپل هېواد له تاریخ او کلتور سره اشنا کیږي، دوی د همدې موخې له پاره غواړي موزیم بډایه کړي او ورته ځانګړې ودانۍ جوړې کړي.

نوموړی د موزیم د بډاینې په برخه کې د خلکو مرسته او همکاري ستايي، خو بیا هم له خلکو غوښتنه لري، چې هېوادوال باید لرغونو اثارو ته د خپل هېواد د ملي شتمني په توګه وګوري او هغه اثار دوی ته وسپاري، چې تر اوسه يې په کورنو کې ساتلي دي:

((خلک لرغوني اثار له نږدې ګوري، د دوی له کړو وړو او مذهبي معتقداتو څخه معلومات ترلاسه کوي، هغه څه په دې موزیم کې شته، د لرغونو زمانو حکایتونه له ځانه سره لري، نو بډاینه يې زموږ په کاري لومړیتوبونو کې راځي، د دې ترڅنګ غواړو موزیم ته نوې او مجهزې ودانۍ جوړې کړو تر څو لرغوني اثار ښه خوندي کړای شو، په پیل کې له خلکو مننه کوم، چې تر وسه یې موږ سره همکاري کړې او یو شمېر اثار يې وړیا ورته سپارلي دي، خو تر څنګ يې بیا هم له ولسونو غواړو ،چې هغه شمیر تاریخي اثار یا لاسي صنایع ،چې زموږ دکلتور ښکارندويي کوي دخپل ستر احساس تر مخې دې وروسپاري.))

د خوست ولایت دوه تنه ځوانان، چې موزیم ته د لرغونو اثارو او لاسي توکو د لیدلو په خاطر ورغلي وايي:

((نوم مې حضرت ولي دی او د صبریو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، موږ کله ناکله موزیم ته د تاریخي اثارو د لیدلو لپاره راځو، په دې کې ډېر تاریخي توکي شته، چې له پخوا زمانو څخه ساتل شوي دي، زه له خلکو غواړم، چې له ځانونو سره ساتلي تاریخي اثار موزیم ته وسپاري تر څو له یوې خوا هغه وساتل شي او بل لوري ته موزیم هم غني شي.
سیدقابیل شاه یم دشمل حسن کوټ کلي اوسیدونکی، نن د خوست موزیم لیدلو له پاره راغلی یم ، موزیم ته هر وخت ګڼ شاګردان ،ځوانان او ماشومان راځي او د دې لرغونو توکو په لیدلو ځان له خپل تاریخ او لرغونو دودونو سره بلدوي، په دې ځای کې ډېر لرغوني تاریخي اثار او یو شمېر لاسي توکي موجود دي، چې ځانګړی کلتوري ارزښت لري.))

د موزیم مشر حبیب محمد مندوزی وايي، چې د موزیم د لیدلو له پاره نه یوازې خوستیان بلکې ترڅنګ يې د نورو ولایتونو خلک هم ورځي، خو ډیری لیدونکي يې لوستي او علمي کسان دي، چې په علمي څیړنو کې هم ورڅخه ګټه پورته کوي، هغه د موزیم یو شمېر اثار او توکي هم راپیژني:

((دلته د خوستیانو تر څنګ د نورو ولایتونو لکه، ننګرهار، پکتیا، کندهار، لوګر او یو شمېر نورو سیمو خلک هم راځي، دوی د موزیم کتنې له پاره راغلي او یو شمېر کسانو په کې تاریخي څېړنې کړي، چې دا کار د موزیم ارزښت نور هم سیوا کوي.
موږ سره یو شمیر سکې شته ،چې لرغونتوب يې باختري دورې ته رسیږي، یو کچکول راسره شته، چې په (۲۲۶ ) ه،ش کال کې جوړ شوی دی، یو غاښ لرو، چې وزن يې پنځه ګرامه کم پنځه کیلوګرامه دی او دا غاښ د یو حیوان دی، چې موږ ته یو تن هېوادوال سپارلی دی، یو شمېر داسې وسلې لرو، چې په لرغونو زمانو کې خلکو کارولې،د یما پاچا د دورې توپک لرو، چې (دمبور) په نوم یادېږي او خولې ته یې باروت وراچول کیږي.))

یاده دي وي، چې ډیری کتونکي د خوست موزیم د اوسنۍ وداني جوړښت او هم له ښاره د واټن شتون دواړه مناسب نه بولي او وايي، چې که موزیم ښار ته نږدې مناسب ځای پیدا کړي، نو ننداره کوونکي به یې د اوس په پرتله څو برابره ډېر شي.
XS
SM
MD
LG