د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلزلې څنګه او ولې راځي؟


د بلوچستان په اوران کې خلک له کنډکپرو خپل ګاډی پاکوي. ۲۵ سیپټېمبر ۲۰۱۳م کال
د بلوچستان په اوران کې خلک له کنډکپرو خپل ګاډی پاکوي. ۲۵ سیپټېمبر ۲۰۱۳م کال

چېرته چې غر وي هلته زلزلې زیاتې وي، ولې دا غرونه چې څه دول جوړ شوي دي، په هغه کې زلزله یو اهم جز دی، چې زلزله نه وي راغلې غر نه شي جوړېدلی،

پېښور: د بلوچستان په اواران سیمه کې د سېشنبی پر ورځ د زوروری زلزلې له وجی تر ۲۵۰ زیات کسان ووژل شول، څه باندې ۳۰۰ یې ژوبل کړل، او ګڼ کورونه یې وران کړي دي.


تر دې وړاندې هم د بلوچستان او له دغې صوبې سره پر پوله په افغانستان او ایران کې وخت په وخت زورورې زلزلې راغلې دي چې په کې په ۱۹۳۵م کال په کوټه کې تر دېرشو زرو زیات کسان وژل شوي ول او په خېبر پښتونخوا او شمالي علاقه جاتو کې هم د ۲۰۰۵م په اکتوبر میاشت کې یوې زورورې زلزلې له اتیا زرو زیات کسان وژلی ول.

پوښتنه داده چې په بلوچستان او د پاکستان په شمالي او مغربي برخو کې ولې په بیا بیا زلزلې راځي د دې عوامل څه دي؟

د پېښور پوهنتون په جیالوجیکل مرکز کې د جغرافیا یو پروفیسر محمد ریاض مشال ریډیو ته وویل:

((چېرته چې غر وي هلته د زلزلې امکانات زیات وي، ولې دا غرونه چې څه دول جوړ شوي دي، په هغه کې زلزله یو اهم جز دی، چې زلزله نه وي راغلې نو غر هم نه شي جوړېدلی، که دا عمل روان وي نو غر به جوړېږي او اوچتېږي به، دې عمل په کروړونو کلونه اخیستي دي او دا نه چې بیګا زلزله راغله او سهار ته به غر جوړ وي. د پاکستان په شمال کې ځېنې علاقې دي، لکه کشمیر، نانګا پربت او په جنوب کې د بلوچستان علاقه شوه، دا د زیاتو زلزلو علاقې بلل کېږي، نو دا خو یو فطرتي شی دی ولې چې غرونه به جوړېږي او ماتېږي به او سمندرونه به جوړېږي او ماتېږي به))

له مشال راډیو سره په خبرو اترو کې پروفېسر محمد ریاض زیاته کړه چې په بلوچستان کې د مکران په ساحل پرتې علاقې هغه سیمې دي چېرته چې د ځمکې هندي دړې (انډین پلیټ) او د ځمکې عربي دړې (اریبین پلیټ) په یو بل کې د ورننوتلو هڅه کوي چې له وجې یې زلزلې راځي:

((په خاصه توګه مکران ساحل هغه مرکز دی چېرته چې د ځمکې هندي او عربي لویې دړې دواړه له یو بل سره جنګېږی او تر یو بل لاندې ښخېږي، د زرګونو میلونو په حساب د ځمکې دا دړې دي، نو په زرګونو میله ځمکه چې ته د بلې ځمکې تر دړې لاندې ورننباسې نو دا خو به ډیر زور غواړي، ډېر ټکانونه به غواړي او دې ټکانونو ته زلزلې ویل کېږي))

د جغرافیايي علومو د کارپوهانو په وینا د ځمکې د بیلابیلو دړو یا پلیټونو په یو بل کې د ننوتلو عمل مسلسل دوام لري خو یواځې هغه ټکانونه دوی محسوسوي، چې ډیر زورور وي-
XS
SM
MD
LG