راپور: عمر دراز وزیر بنو
نن د سېشنبې په ورځ د بنو پوسټ ګرېجوېټ کالج کې د متحده طلبا محاذ پر یوه لاریون د ډزو په نتیجه کې دوه زده کونکي ژوبل شول. دا لاریون د کالج یوه پخواني هاسټل د ړنګولو او د هغه ځمکه شخصي پراپرټي ته د ورکولو، له کالج نه د یوه تېښتول شوي طالبعلم د راخوشي کولو او د بېچلر ډګري د ځېنو کورسونو د ختمولو پر ضد راوتلی وو.
د پېښې په ځای کې پولیس چارواکي وايي، کله چې د لاریون برخوال د کالج ګېټ ته ورغلل نو د دوی په مخالفت کې د یو بل سیاسي تنظیم انصاف سټوډنټس فېډرېشن زده کونکو پرې ډزې وکړې.
د پوسټ ګرېجوېټ کالج یوه زدکونکې مشال راډيو ته وویل، کله چې د زدکونکو ترمنځ نښته ولګېدله، نو پولیس یې تماشه کوله. ځکه خو طالبعلمان په ډزو ژوبل شول. د پولیس ګڼه نفري موجوده وله خو هېڅ یې ونکړل. او د دوی په موجودوګي کې ډزې کېدلې.
د متحده طلبا محاذ مشر وايي، دوی د خپلو مطالبو لپاره پرامنه لاریون کولو خو د ده په خبره ځېنو زده کوونکو د بل چا په سازش پر دوی ډزې وکړې. هغوی لاریون ناکامول غوښت.
د یاد کالج یوه استاد جاوېد خان مشال راډيو ته وویل، چې د کالج هاسټل ځمکې شخصي ګرځولو پر خلاف د صوبې په های کورټ کې د کالج انتظامیې له خوا اپیل هم شوی دی. خو لا یې فېصله نه ده اورول شوې.
د پوسټ ګرېجوېټ کالج متحده طلبا محاذ چې پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن، پښتون سټوډنټس فېډرېشن، د وزیرستان زدکونکو اتحادیه او یو شمېر نور تنظیمونه په کې راټول دي. له تېرې څه مودې راهېسې په کالج کې د یو لړ ستونزو خلاف پر احتجاج دي.