د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو بله سني جنګي ډله د غیر مسلمو وژلو ته راوتې


یوه عیسايي مېرمن د پېښور کلیسا کې د وژل شویو خپلوانو په غم کې ویر کوي. ۲۴ سیپټېمبر ۲۰۱۳
یوه عیسايي مېرمن د پېښور کلیسا کې د وژل شویو خپلوانو په غم کې ویر کوي. ۲۴ سیپټېمبر ۲۰۱۳

د جند الله په نامه ډلې، په تېر اتوار د پېښور يوې کليسا ته خپل دوه ځان مرګي بريدګر ولېږل او د چاودنو په ترڅ کې يې په عبادت بوخت ۸۵ عيسايان ووژل

ايسوشي ايټېډ پريس خبري اژانس په خپل راپور کې ليکي، په پاکستان کې يوه نوې سني جنګي ډله راوتې چې هدف يې په دغه هېواد کې د مېشتو غير مسلمانو په نښه کول دي.


دا ډله چې د جند الله په نوم يادېږي، د تېر اتوار پر ورځ يې د پېښور يوې کليسا ته خپل دوه ځان مرګي بريدګر ولېږل او د چاودنو په ترڅ کې يې په عبادت بوخت ۸۵ عيسايان ووژل.

اژانس وايي، دا اول ځل دی چې په پاکستان کې د عيسايي اقليت پر ضد دومره غټ بريد کيږي.

د اژانس له ليکنې سره سم، د عيسايانو د په نښه کېدو دغه ورستۍ پېښې په پاکستان کې د تشدد د دغه رقم پېښو د زياتوالي په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي.

اژانس زياتوي، په پاکستان کې پر عيسايي مذهبه خلکو تر دې مخکې هم حملې شوې دي. پر دوئ دغه بريدونه اکثره وخت له مسلمانانو سره يې د ذاتي شخړو په سبب رامينځ ته شوي دي.

په ځينو مواردو کې بيا پاکستاني عيسايان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور کې هم نيول شوي او په دغه لړ کې د هېواد د لانجمن قانون له مخې د مرګ سزا له خطر سره مخامخ شوي دي.

د اژانس په راپور کې راغلي، جند الله نومې دغې ترهګرې ډلې د پېښور پر کليسا د بريد مسوليت قبلولو پر وخت وويل چې دغه کار يې په امريکايي ډرون بريدونو کې د بې ګناه پاکستانیو مسلمانانو د وژنو د بدل اخيستو له پاره کړی دی.

اژانس په پاکستان کې د کاتولیک کليسا لخوا د انصاف او امن پر نوم د جوړ شوي يوه کمېشن د مرستيال مشر سيسل شين چودري په حواله ويلي چې پاکستانيو ترهګرو ته په دغه هېواد کې د مېشتو عيسايانو پر ضد د بريدونو له پاره يوه نوې پلمه په لاس ورغله.

اژانس د پاکستاني پوځ د پخوانيو چارواکو او د دې هېواد د کارپوهانو له قوله ليکلي چې جند الله ډله درې کلونه د مخه د پاکستان په قبايلي سيمو کې ځای پر ځای شوه. د دوئ په خبره، په دغو سيمو کې ۱۵۰ بېلا بېلې جنګي ډلې پناه ځايونه لري.

په پاکستان کې د امن پر موضوعاتو د يوه څېړنيز مرکز مشر عامر رانا ياد اژانس ته ويلي چې جند الله ډله د پاکستاني طالبانو د غورځنګ، تحريک طالبان پاکستان د يوې څانګې په توګه فعاليت کوي. نوموړي زياته کړې، د جند الله په څېر ۱۱ نورې ډلې دي چې هره يوه يې بېلا بېل نومونه او اهداف لري.

اژانس د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چودري نثار عليخان د تېر ګل د ورځې خبره راخيستې چې ويلي يي دي، نور نو د ترورستي پېښو يوازې غندنه کول قناعت نه کوي.

اژانس کاږي، د پاکستان نوی ولسي حکومت په دغه هېواد کې د نويو ترهګرو ډلو د رامينځ ته کېدو د مخې نيولو په چل نه پوهيږي. د پاکستاني پوځ يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، اژانس ته ويلي، دوئ لا هم د حکومت دې پرېکړې ته انتظار باسي چې له ترهګرو سره به خبرې کيږي که نه پوځ به يې پر ضد عمليات کوي.
XS
SM
MD
LG