د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې زلزلې لس تنه وژلي


د سږني کال په اپرېل میاشت کې هم په بلوچستان کې زلزلې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیان اړولی وو.
د سږني کال په اپرېل میاشت کې هم په بلوچستان کې زلزلې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیان اړولی وو.

د بلوچستان د کورنيو چارو سیکرېټري اسد ګیلاني مشال راډيو ته وویل تراوسه له آواران سیمې د لسو تنو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د سېشنبې په ماسپښين د زلزلې زورور ټکانونه احساس شوو. د صوبې د کورنيو چارو سیکرېټري اسد ګیلاني مشال راډيو ته وویل تراوسه له آواران سیمې د لسو تنو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.


د زلزلې مرکز له دالبندین سیمې سره څېرمه وو، چې د رېکټر په کچه يې شدت اووه اعشاريه اته ښودل شوی دی.

د کورنیو چارو سیکریټري زیاته کړه په آواران سیمه کې شل تنه ژوبل شوي دي، چې د ده په خبره وېره څرګندېږي، چې د وژل شويو شمېر زیات شي. ځېنې نورې رسنۍ بیا د وژل شویو شمېره ۵۰ تنه ښيي.

د پاکستان د سیند صوبې کراچۍ څخه هم راپورونه وايي، چې خلک د زلرلې له ټکانونو په ویره کې له کورونو راوتلي ول، خو د مرګ ژوبلو راپورنه لا تر دې دمه نشته.

یاده دې وي چې بلوچستان صوبه د زلزلې ځپونکو سیمو په لیکه یا فالټ لاینز پرته ده او تل په کې زلزلې راځي، چې تر ټولو خطرناکه هغه یې په ۱۹۳۵م کال د مې پر 31 مه نېټه د کوټې زلزله وه چې په زرګونه کسان یې وژلي ول.
XS
SM
MD
LG