د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کلیسا برید د امن هڅې ناکامول دي


د جمعیت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن
د جمعیت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن

مولانا فضل الرحمان په پېښور او بر دیر کې د پېښو غندنه وکړه، او دا دواړو پېښو ته يې له وسله والو سره د خبرو عمل ته د خنډ جوړولو نوم ورکړ.

د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ویلي په پېښور کې په کلیسا برید هغو قوتونو کړی، چې د ده په خبره په مذاکراتو یقین نه لري، او نه غواړي چې د اوسني حکومت او طالبانو تر منځ خبرې وشي.


مولانا فضل الرحمان د دوشنبې په ماځيګر په کوټه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ؛د پېښور پر کلیسا د برید موخه دا ده، چې دده په خبره په قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو پر ضد د پاکستان د حکومت او د خلکو خولې وتړي؛.


؛ په داسې وخت کې چې وزیراعظم د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون لپاره ځي. او بیا په ملګرو ملتونو کې نوموړي د ډرون بریدونو پر ضد اواز پورته کول دي. او په دې احتجاج کول دي، نو په داسې وخت کې د ډرون بریدونو پر ضد د پاکستان د ږغ او احتجاج ختمولو هڅه ده؛.

مولانا فضل الرحمان په خبري غونډه کې په پېښور او بر دیر کې د پېښو غندنه وکړه، او دا دواړو پېښو ته يې له وسله والو سره د خبرو عمل ته د خنډ جوړولو نوم ورکړ. د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د پېښور او بر دیر تر پېښو وروسته هم باید له وسله والو سره خبرې وشي؟ د جمعیت علماء اسلام ف ډلې مشر يې په ځواب کې وویل

؛ امن هر وخت ضرورت دی. او دا چې دومره د غندنې وړ پېښې وشي، د هیواد ټول امن او د امن پر لور تګ ودرول شي، زما په فکر د سپریم کورټ په مشرۍ کې دي يو آزاد کمیشن جوړ کړل شي، چې ددې پلټنې وکړي او ذمه واره يې ښکاره کړل شي؛.

مولانا فضل الرحمان په پېښور کې پر کلیسا تر برید وروسته حکومت او سیاسي ګوندونه ټول له وسله والو ناراضه ياد کړل، او دا يې د مذاکراتو په مخ کې لوی خنډ وباله.
XS
SM
MD
LG