د لاسرسي ځای

تازه خبر

"علماء دې د افغان جګړې په باب دریځ وښيي"


د افغانستان سولې عالي شورا رییس صلاح الدین رباني
د افغانستان سولې عالي شورا رییس صلاح الدین رباني

په دې کنفرانس کې د سعودي عربستان، مصر، پاکستان، ایران، ترکیې او افغانستان په ګډون د څلور ویشتو اسلامي هېوادونو لسګونو دیني علماوو ګډون کړی.

په کابل کې د څه باندې ۲۰ اسلامي هېوادونو لسګونه دیني علما غونډه لري چې په افغانستان کې روانه جګړه له اسلامي پلوه وارزوي.


د دیني علماوو دا یو ورځنی نړېوال کنفرانس د افغانستان د علماوو د شورا او د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له خوا جوړ شوی.

په دې کنفرانس کې د افغانستان سولې عالي شورا رییس وویل چې؛ د جګړې ختمولو لپاره د دیني علماو رول مهم دی او باید چې هغوی وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته وهڅوي.

صلاح الدین رباني وویل چې؛ په افغانستان کې جګړه د اسلام تر نامه لاندې روانه ده او د نړۍ دیني علما باید په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.

نوموړي زیاته کړه ؛ د اسلام په نوم روانه جګړه په افغانستان او د سیمې په ځینو هېوادونو کې هره ورځ لویه قرباني اخلي.

ښاغلي رباني په افغانستان کې ځانمرګو او نورو حملو ته په اشاره وویل چې؛ په دې اړه د نړۍ د دیني علماوو نظر او دریځ ډېر مهم دی چې د ده په خبره باید ټول خلک پرې پوه شي:

"محترمو علماوو د پام وړ ټکی دا دی، هغه څه چې نن یې موږ شاهدان یو هغه تاوتریخوالي دي چې د اسلام او مسلمانانو نوم ورکړل شوی.

د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه او د افغانستان په اړه د هغوي روښانه او واحد دریځ غوره کول یوه جدي اړتیا بولو.

هغه څه چې په اوس وخت کې زموږ د خلکو لپاره سخت درد بلل کیږي هغه یوه نوې پدیده ده چې؛ مسلمانان تکفیروي او وینه یې روا ګڼي".

دا یو ورځنی نړېوال کنفرانس چې ډیر مهم او بې ساری بلل کیږي د افغانستان د علماوو د شورا او د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له خوا جوړ شوی.

په دې کنفرانس کې د سعودي عربستان، مصر، پاکستان، ایران، ترکیې او افغانستان په ګډون د څلور ویشتو اسلامي هېوادونو لسګونو دیني علماوو ګډون کړی.

د کنفرانس ګډونوالو وویل چې؛ په افغانستان کې د جګړې پای ته د رسېدو لپاره د دیني علماووملاتړ،د دوې له تجربو او اسلامي نظرونو څخه په دې هېواد او سیمه کې د جنګ د ذهنیت لرې کیدل او د انتحاري حملو په اړه د دوي د دریځ څرګندیدل د دې غونډې مهم اهداف دي.

دې کنفرانس ته د ولسمشر کرزي په استول شوي پیغام کې راغلي وو، چې د افغانستان اساسي قانون له اسلامي اصولوسره برابردی اود دې هیواد په محاکموکې د اسلام د دین پراساس پرېکړې کیږي.

د ښاغلي کرزي د پیغام له مخې له دې ټولوسره سره بیا هم د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې مسلمانان وژل کیږي،هغه په خپل پیغام کې هېله ښودلې وه چې د دیني علماوو سلا مشورې د دې ستونزې د حل لپاره ګټورې وخېژی.

په عین حال کې داسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان استازي آې،ډي نورهان وویل چې دیني علما باید په افغانستان کې د سولې د راوستولپاره ډېرې هلې ځلې وکړي:

"د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان تیار دی چې په همدې هدف نورې دا ډول غوندې هم جوړې کړي.

دیني علما د اسلام د احکاموله مخې کولای شي د سولې د راوستلوپه برخه کې ډیرکاروکړي په تیره زمونږ ملیونونه افغانانو وروڼو ته چې درې لسیزې ناخوالې یې تېرې کړي.

موږ پوهیږو چې اسلامي امت د نورو سیاسي او ټولنیزو مشرانوپه مقایسه خپلو علماوو ته ډیر درناوی کوي، پر هغوی باور لري او خبرې یې مني".

په تیرو شاوخوا یوولسو کلونوکې دا لومړی ځل دی چې د دیني علماوو دا ډول نړیوال کنفرانس په کابل کې جوړېږي.

په افغانستان کې ځانمرګې او نورې وسله والې حملې له جدي ستونزو څخه بلل کیږي چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ هرکال سلګونه ولسي افغانان په کې وژل کېږي.

که څه هم تردې پخوا د افغانستان د دیني علماوو د شورا ځینو غړو او پخواني جهادي مشراستاد سیاف ځانمرګې حملې حرامی بللې خو وسله والو مخالفانو د هغوی خبرو ته ډیر پام نه دی کړی.

نسیم شفق
XS
SM
MD
LG