د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و پاکستان پارلماني استازو غونډه


Afghanistan -- Pakistan and Afghanistan flags August 26, 2013
Afghanistan -- Pakistan and Afghanistan flags August 26, 2013

د افغانستان سفارتخانې ویاند زردشت شمس مشال ريډيو ته وويل، چې د دې غونډو لوی مقصدد دواړو ملکونو د پارلمانونو ترمنځ راشه درشه زياتول ده

پاکستان او افغانستان د پارلمان غړو ترمنځه دوه ورځنۍ غونډه نن د سېشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې شروع شوه چې د پاکستان يوې غير سرکاري ادارې پلډاټ په بلنه جوړه شوې ده.


د پلډات یوه چارواکي حمل دوستين مشال راډيو ته وويل چې د دواړو هيوادونو د پارلمان غړو ترمينځه دا نهمه غونډه ده، چې په کې د افغانستان مشرانو جرګې اووه کسیزه پلاوي مشري سيد فرخ شاه فريابي او د پاکستان سېنېټ ډلې مشري سينټر افراسياب خټک کوي. چې د خبرو موضوع یې د پولې وضعه، له افغانستان د ۲۰۱۴م کال په پای کې د نړیوالو اتحادي ځواکونو وتل او په سیمه کې د رامنځته کېدونکو حالاتو په باب خبرې اترې کوي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارتخانې ویاند زردشت شمس مشال ريډيو ته وويل، چې د دې غونډو لوی مقصدد دواړو ملکونو د پارلمانونو ترمنځ راشه درشه زياتول ده چې دغه ډول د دواړو ملکونو د خلکو ترمينځ هم اړيکې زياتې شي.

همدا خبره په غونډه کې ګډونوال د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ هم کوي چې له هم دې لارې د دواړو هېوادونو تعلقات ښه لوري ته تلای شي، چې له یو بل سره په خیره پوه شو. په تګ راتګ سره د یوه بل په مسلو خبرېدای شوي او د هغې حل راوېستلای شو.
XS
SM
MD
LG