د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پر کلیسا برید غیر اسلامي کړنه ده


د سني اتحاد کونسل له خوا دا هم ویل شوي چې اسلام د نورو مذهبونو پر عبادت خانو د برید اجازه نه ورکوي.

د پاکستان سني اتحاد کونسل دېرشو مفتیانو په یوه فتوا کې د پېښور پر کلیسا د اتوار ورځې برید غیراسلامي عمل او د پاکستان د آیین پر ضد کړنه بللې ده، چې چې تر اتیا زیات کسان په کې ووژل شو او تر سلو ډېر ژوبل شول.


د سني اتحاد کونسل له خوا دا هم ویل شوي چې اسلام د نورو مذهبونو پر عبادت خانو د برید اجازه نه ورکوي. د یادونې وړ ده چې سني اتحاد کونسل تر وړاندې هم د ترهګرۍ د پېښو په وړاندې دې ته ورته غبرګون ښودلی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان پرون قومي اسمبلۍ ته ویلي چې د عبادت خانو د خوندي ساتنې لپاره په درو يا څلورو ورځو کې په وفاقي کچه يوه کمېټۍ جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې عيسايانو د اتوار پر ورځ په پېښور کې پر کلیسا د شوي برید پر ضد احتجاجونه وکړل او د خيبر پښتونخوا او مرکزي حکومت دواړو یې سخت تنقيدونه وکړل.

بلخوا د پاکستان قامي اسمبلۍ په یوه خوله په یوه پرېکړه لیک کې د پېښور پر ګرجا د ځانمرګو بریدونو غندنه کړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي ، بې حسه خلک د عبادت پر ځایونو بریدونه کوي. نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ هغه مهال کړې دي چې د پاکستان په پارلمان کې یې په پېښور کې عیسایانو پر کلیسا د شوي خونړي ځانمرګي برید په اړه وینا کوله. نوموړي ویلي ، مسلمانان په عیسايي هیوادونو کې په زرګونه جوماتونه لري او دلته په پاکستان کې بې حسه خلک پر کلیساګانو بریدونه کوي.
XS
SM
MD
LG